(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۰)
پاکستان د هغو افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ پيلوي چې په پاکستان کې اوسېږي خو د اوسېدو اسناد نه لري.
د خيبر پښتونخوا د افغان کډوالو د کميسيون مشر وقار معروف رسنيو ته ويلي، چې د ناثبت افغان کډوالو لړۍ به د روانې لمريزې مياشتې په اوږدو کې پيل شي.
نوموړی وايي، دا پريکړه د پاکستان د نفوسو د ثبت ادارې، د دغه هېواد د ولايتونو د وزارت او افغان چارواکو په ګډه غونډه کې شوې ده او په خبره يې چې د بې اسناده کډوالو د ثبت کولو دغه لړۍ به شاوخوا اته مياشتې دوام ولري.
وقار معروف زياته کړې، چې د افغان کډوالو د ثبت کولو لپاره به ۲۲ مرکزونه پرانستل کېږي، چې يوولس به يې يواځې په پېښور او نور به په نورو سيمو کې وي.
هغه وايي، د راجسټر کولو په دې لړۍ کې به تر يو ميليون افغان کډوال ثبت کېږي.
دغه راز نوموړی ويلي، هغه کسان چې تازه راجسټر کېږي، له نورو هغو سره يې توپیر دومره دی، چې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري به ورسره مرسته نه کېږي.
د یادونې ده، چې د کډوالو عالي کمشنرۍ هغه کډوال ته چې له پاکستانه خپل هېواد ته ستنېږي ورسره تر ۲۰۰ ډالره او لږ څه نوره مرسته هم کوي.
-الماس خدرخېل-


















