(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۰)
د امریکا د نيويارک ښار په يوه روغتون کې وسله وال بريد شوی، چې له امله يې ۲ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.
امنيتي چارواکي وايي، پېښه د نيويارک ښار برونکس لبنان روغتون کې رامنځته شوې، يو وسله وال کس پر خلکو ډزې کړي او وروسته يې ځانوژنه كړې ده.
د نيويارک د پوليسو مشر بیل دابلاسيو رسنيو ته وويل، پېښه د بريد کوونکي او د روغتون د ځينو کارکوونکو د لفظي شخړې نه وروسته رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، بريد کوونکی پخوانی ډاکټر دی، چې په اتومات وسلې يې په نورو ډاکټرانو ډزې کړي او وروسته يې خپل ځان هم وژلی دی.
په یاده پېښه کې ۶ تنه وژل شوي چې چارواکو يې د پنځو نورو روغتيايي حالت نازک ښودلی دی.
تر اوسه د بريد لامل نه دی په ډاګه شوی دی.
-الماس خدرخېل-


















