د راپورونو په حواله ویل شوي چې د فرانسې په سویل د افینیون په ښار کې د (الرحمة) په نوم له جومات نه د لمونځ کوونکو د وتلو پرمهال ډزې شوې
رسنۍ وایی ډزې د دوو مخ پټو کسانو لخوا چې تومانچه او کلاشنیکوف ورسره و، شوې دي.
د فرانسې څارنوالۍ ویلي، پېښه د ځوانانو ترمنځ د شخړې له کبله رامنځ ته شوې دي.
پولیس وايي، دا عمل ترهګریزه بڼه نه لري.
دا پداسې حال کې ده چې فرانسوي پولیسو د پنجشنبې په ورځ یو کس پداسې حال کې ونیو، چې غوښتل یې د پاریس څنډو کې یوه جومات ته نژدې د لمونځ کوونکو پر یوې ډلې موټر وخیژوي


















