(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۲)
شمالي کوريا له پرلپسې بالستيکي توغنديو ازموينې وروسته ادعا کړې، چې د دوی توغندي د نړۍ هر ګوټ ته رسېدلی شي او په هرځای کې خپل هدف له منځه وړلی شي.
دا څرګندونې د شمالي کوريا پوځ د دې هېواد د ستراتيژيکو ځواکونو د ورځې د لمانځلو پر مهال د يوې تازه اعلاميې په خپرولو کې کړي دي.
د پوځ له لوري په دغه خپره کړې اعلاميه کې راغلي، چې توغندي يې د دې توان لري چې د نړۍ هر ګوټ ته ورسېږي او چې وغواړي هره سيمه په نښه کولی شي.
دغه راز روډونګ سينمون په نوم يوې ورځپاڼې د يادو توغنديو د انځورونو د خپرولو تر څنګ ويلي، دا داسې توغندي دي چې هدف ته تر رسېدو مخکې يې هيڅ شی مخه نه شي نيولی.
شمالي کوريا د امريکا، جنوبي کوريا او يو شمير نورو هېوادونو د خبرداريو او بنديزونو سربيره هم خپلو نويو توغنديزو ازموينو ته ادامه ورکړې ده.
د شمالي کوريا پوځ د نويو توغنديو دا ادعا په داسې حال کې کوي، چې وړمه ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و چې شمالي کوريا ته يې نوره ستراتيژيکه حوصله ختمه شوې ده او ګواښ يې وکړ چې د دغه هېواد اتومي ګواښ ته بايد ځواب وويل شي.
-الماس خدرخېل-


















