جاپان: د شمالي کوريا نوی توغندی امريکا ويشتلی شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ )
امريکا او جاپان په لومړي ځل ومنله چې د شمالي کوريا نوی ازمايل شوی بالستيک توغندی له لويو وچو تېرېدونکی او د امريکا الاسکا خاورې ته د رسېدلو ظرفيت لري.
د امريکا دفاع وزارت او د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن د شمالي کوريا د نوي بالسټيک ميزايلو ازموينه تائيد کړې او د شمالي کوريا دغه ازموينه يې نړۍ ته ستر ګواښ بللی او غندلې يې ده.
دغه راز د چاپان حکومت وايي، چې یاد توغندی د ۲۵۰۰ کیلومتره په ارتفاع هوا ته پورته شوی او کولی شي په ۳۹ دقیقو کې د امریکا الاسکا ایالت په نښه کړي.
شمالي کوريا ويلي، د Hwasong 14 په نامه دغه ميزايل لويه وچه ويشتونکی، د امريکا الاسکای ايالت ويشتلی او د هايډروجني بمونو په څېر سترې اټمي سرګلولې هم لېږدولاى شي.
له دغه ازموينې وروسته په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نېکې هيلې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بېړنۍ ناسته رابللې ده.
چین او روسیې دغه ازموينه د نه منلو وړ بللې او له پیونګ یانګ یې غوښتي چې خپل اټومي او توغندیز پروګرام سملاسي وځنډوي.
دوی په کوريا ټاپو وزمه کې د ښکېلو اړخونو څخه د زغم غوښتنه کړې او پر واشنګټن يې غږ کړی چې په دغه سيمه کې دې له ګډو پوځي تمريناتو لاس واخلي.
همدارنګه د د امريکا د وسله والو ځواکونو خبرداری ورکړی او ويلي يې که شمالي کوريا د دوی خبرداريو ته پام ونه کړي، جنجالي هڅو ته دوام ورکړي، نو د کيم جونګ اون حکومت به له منځه لاړ شي.
-الماس خدرخېل-



