طالبانو دوه پوستې نيولي- يوولس محلي پوليس ورته تسليم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۴)

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د وسله والو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او دغه راز  يوولس محلي پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي.

د دغه ولايت د ميمنه- اخندخوی د لويې لارې د ساتنې د ټولي قوماندان منصور عزيزي رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه طالبانو د قيصار ولسوالۍ د چيکچکتو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې څلور پوليس ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

نوموړی وايي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې مالومات نه لري.

په سيمه کې يوې باوري سرچينې ويلي، چې دواړه پوستې وسله والو طالبانو نيولي او وسلې يې له ځان سره وړي دي.

د منصور عزيزي په وينا، د دغه ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ د قزل قشلاق په سيمه کې د محلي پوليسو يو قوماندان (ګل احمد) سره د يوولسو ملګرو له وسله والو طالبانو سره يوځای شوی دی.

سرچينه زياتوي، نوموړي طالبانو ته له ځان سره ۱۸ ميله سپکې او درنې وسلې هم وروړي دي.

دغه سرچينه وايي، دا چې ډیری سيمه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي او ورځ تر بلې يې د واک سيمه پراخيږي، ښايي نور محلي پوليس هم د طالبانو ليکو ته ورشي.

په ورته وخت کې د خواجه سبز پوش ولسوال هم طالبانو سره د يوولس محلي پوليسو يو ځای کيدل منلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button