د کاناډایي سرتیري کونډې د متهم بندي په خوشې کولو د خپل خاوند جبران غوښتی دی

د اسوشتیدپریس خبري اژانس له قوله څوکاله وړاندې په افغانستان کې د یو برید په ترڅ کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو يو نظامي ډاکتر، ساتنمن کريسټوفر سپير ووژل شو او يوه بل سرتېري، ساتنمن لېن موریس يوه سترګه وبايلله.
له هغه وروسته امریکایانو د نوموړي په تور یو ماشوم هلک ونیو او په زور یې مجبور کړ ترڅو د یاد سرتیري د وژلو پړه ومني.
یاد هلک پنځلس کلن عمر خضر نومیده نوموړی تورن ؤ چې د سپیر په نامه یاد سرتیری نوموړي په لاسي بم وژلی دی.
د دې تور په خاطر دا هلک (خضر) ګوانتانامو زندان ته يوړل شو او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د يوه نظامي کمېسیون لهخوا د قتل پهشمول د جنګي جرایمو په تور په اته کاله بند محکوم شو.
له یادې مودې وروسته د کاناډا سترې محکمې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې وويل چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په ګوانتانامو زندان کې د پلټنو پر مهال له خضر څخه شواهد په زور، شکنجو او بې خوبۍ په حال کې اخيستل شوي وو.
له یاد سپیناوي وروسته د کاناډا حکومت عمر خضر ته د لس نيم میلیونه کاناډايي ډالرو ورکولو پرېکړه وکړه چې محکمې هم یاده پریکړه تائید او ومنله چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د کاناډا استخباراتي چارواکو له ده په زوره شواهد اخيستي وو.
کله چې د یاد سرتیري کونډه او بل ټپي سرتیری خضر ته د پیسو له ورکړې خبر شول نو یې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د خضر پر وړاندي په محکمه کې د قتل او ټپي کولو شکایت ثبت کړ، ځکه دوی ویره درلوده چې د کاناډا حکومت ښايي خضر ته د پلټنو پر مهال د ځپل کېدو په خاطر د جبران پیسې ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د خضر مدافع وکیلانو نوموړي ته د شل میليونه کاناډايي ډالره د جبران پیسو غوښتنه کړې وه.
د راپورونو په اساس اوس د سپير د کونډې مدافع وکيل د کاناډا له حکومت څخه غوښتي ترڅو دغه لس نیم میلیونه کاناډايي ډالر د خضر پر ځای د سپير کونډې او مورېس ته ورکړي.
د محکمې دې فیصلې د کاناډا په پارلمان کې غبرګونونه راپارولي
محافظه کاران یې سخت مخالفت کوي خو د لیبرال ګوند استازي دمحکمې د دې حکم پلویان دي.
يوه کاناډايي چارواکي چې نومیې نهدی خپور شوی، رسنیو ته ويلي چې خضر به ۱۰.۵ میليونه کاناډايي ډالر چې اته میليونه امريکايي ډالر کېږي، تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې نوموړی په خټه مصری ؤ کله یې چې پلار یې احمدسعید په یو بمباري کې ووژل شو ، نوموړي د امریکایي ځواکونو پرضد جګړې ته راودانګل
نوموړي پوره لس کاله د ګوانتنامو په زندان کې تیر کړل چې له خوشې کیدو وروسته یې خپل پاتې بند د کاناډا په البرټا کې سرته ورساوو
فرید افغان



