کرکټ: ملي لوبډله د MCC سره د سيالۍ لپاره لندن ته لاړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۴)
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د MCC لوبډلې سره د سيالۍ لپاره نن چهارشنبه د لند په لور وخوځېدله.
د کرکټ بورډ وياند وايي، چې ملي لوبډله به د لندن په لاردز لوبغالي کې د ام سي سي لوبډلې سره د جولای په يوولسمه نېټه د پنځوس اورنو يو ورځنۍ سيالي ترسره کړي.
افغان کرکټ ملي لوبډله به د نړۍ د غوره يوولس کسيزې لوبډلې پر وړاندې، چې د بېلابېلو ټيمونو څخه يې تکړه لوبغاړي راټول کړي لوبه کوي.
د کرکټ بورډ عمومي رئيس عاطف مشعل په يوه خبرپاڼه کې دغه سيالي ډېره مهمه بللې او ويلي يې دي، چې دغه سیالي یو تاریخي ارزښت لري او نه یواځې د لوبډلې او د کرکټ د بورډ بلکه د ټول ولس لپاره د ویاړ ځای دی.
-الماس خدرخېل-



