
ارګ: د اوبو د تنظیم پوره واک لرو او د روحاني خبرې بیځایه دي.
تیره ورځ د ايران ولسمشر حسن روحاني له خاورو او دوړو سره د مبارزې کنفراس ته د وينا پر مهال ويلي و، چي د افغانستان په خاوره کي به د اوبو د لویو بندونو د جوړېدو په اړه پټه خوله پاتې نه شي.
د دې په ځواب کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند نجيب آزاد له رسنیو سره په خبرو کې د ایراني مشر وینا بیځایه بللې او ویلي یې دي چې ، د اوبو د نړیوالو قوانینو له مخې افغانستان له خپلو اوبو څخه د ګټې اخېستنې حق لري.
د یادونې وړ ده چې ایران په افغانستان کي د کمال خان، کجکي او سلما بندونو له جوړیدو سره له دې مخکي هم مخالف و.
بلخوا د افغانستان ولسي جرګې هم د روحاني خبرې غندلې او پر ایران یې غږ کړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
طالبانو پدې وروستیو کې د سلما بند ته څیرمه په یوه پوسته د برید په وضاحت کې یوځل بیا ټینګار کړی ؤ چې د سلما بند په ګډون دټولو بندونو ساتنې ته ژمن دي او په بندونو بریدونه د دوی کار ندی
دا پداسې حال کې ده چې اوس هم په حکومت کې دننه او دواړو جرګو کې د ایران نفوذي کسان شته چې د هغه هیواد د ګټو د تامین لپاره په تکتیکي ډول ګمارل شوي.
ویل کیږي د ارګ پرضد د وروستیو مظاهرو ورځنی ۳ میلیون دالر لګښت د دې هیواد لخوا ورکول کیده ترڅو حکومت چلنج کړي
فرید افغان



