قطر: د مرکزي بانک ۳۴۰ مليارد ډالره مو له هر ډول بد حالت ژغورلی شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۹)

د قطر مرکزي بانک وايي، ۳۴۰ ميليارد ډالره شتمني لري چې کولی شي د خليجي هېوادونو له خوا د لګېدلو بنديزونو له ناوړه حالت او له بدو اغېزو پرې ځان وژغوري.

د مرکزي بانک رئيس شيخ عبدالله بن سعود ال- طهاني سي ان بي سي ته په تازه مرکه کې ويلي، چې دا زمونږ د ښه حکومتولۍ او پياوړي نظم يوه ښه بيلګه ده او په کافي اندازه نغدې پيسې لرو چې له هر ډل بد حالت څخه خپل هېواد ژغورلی شو.

شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د سعودي، مصر، متحده عربي اماراتو او بحرين هېوادونو په ګډون ځينې نورو خليجي هېوادونو له قطر سره د ترهګرۍ د ملاتړ په تور د اړيکو د پرېکون اعلان وکړ او پر دغه هېواد يې ځينې بنديزونه ولګول.

يادو خليجي هېوادونو له قطر څخه د تروريستي ډلو له ملاتړ، ایران سره د اړيکو پرې کولو، د الجزيرې تلويزيون په بندلو سربيره ۱۳ غوښتنې درلودلې چې د هغوی له لوري ورته منفي ځواب ورکړل شو.

قطر ويلي، چې د يادو هېوادونو غوښتنې او تورونه بې دليله او بې ځايه دي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button