امريکا: وسله وال بريد کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۹)

د امريکا د اوهايو په ولايت کې د يوه وسله وال بريد په پايله کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت پوليس وايي، وسله الو د اوهايو ولايت سنين ښار ته څېرمه پر یوه کور کې د ښځو په جوړ شوي مجلس بريد وکړ، چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې او د ماشومانو په ګډون ۸ تنه نور ټپيان دي.

پوليس وايي، بريدګر دوه تنه وو چې په تېښه بريالي شوي او د امنيتي ادارو له لوري يې د لټون عمليات روان دي.

تر اوسه د بريد انګيزه نه ده معلومه خو په امريکا کې له تېرو څو کلونو راهيسې د تور پوستو او سپين پوستو ترمنځ تبعيضي وژنې کېږي.

پېښه د يکشنبې شپې په ۱۲ بجو رامنځته شوې ده.

د روغتيا چارواکي وايي، چې په پېښه کې د ټپي شويو ښځو او ماشومانو روغتيايي حالت ښه دی.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button