سرتيري بريد او چاودنې د پاکستان جګپوړی افسر او عسکر وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۹)
د پاکستان د بلوچستان ولايت په چمن کې د سرتيري بريد له امله د پوليسو يو لوړرتبه افسر وژل شوی او په کرمه ايجنسۍ کې په درې جلا چاودنو کې دوه پوليس وژل شوي ګڼ نور ټپيان دي.
د ډيوه راډيو د راپور پر بنسټ پېښه نن غرمه مهال په چمن کې د مرغۍ بازار په بوغړه سړک رامنځته شوې ده.
پوليس چارواکي وايي، یو تن سرتیری بریدګر چې په موټرسیکل سپور و ځان يې د قلعه عبدالله د سيمې د پوليسو د لوړرتبه افسر ساجد مهمند موټر سره وجنګولو او چاودنه رامنځته شوه.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې په دغه پېښه کې درې تنه پوليس وژل شوي او لږ تر لږه شل کسان ټپيان دي چې پوليس هم پکې شامل دي.
تر دې دمه د دې چاودنې مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

بل پلو په کرمه ايجنسۍ کې همهاله درې بېلابلې چاودنې شوي چې پکې د پاکستان د مليشه ځواک دوه عسکر وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
دغه چاودنې سهار مهال د کوزه کرمه په شورو کوټ نومې سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې مليشه عسکرو اوبه ډکولې، د چارواکو په وينا له دغې چاودنې وروسته نور سرتيري سيمې ته ورغلي چې په هغوی هم دوه چاودنې وشوې.
امنیتي چارواکو په پېښه کې د دوه عسکرو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د دغه چاودنو مسئوليت د تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخيستی او د دغې ډلې وياند محمد خراساني رسنيو ته ويلي چې په يادو بريدونو کې يې اته عسکر وژلي دي.
-الماس خدرخېل-



