افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د MCC ټيم سره لوبه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۹)
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د سې شنبې په ورځ د MCC ټيم سره په لومړي وار لوبه وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، چې د کرکټ ملي لوبډله به سبا د کابل پر وخت د ماسپښین ۲ بجې د انګلستان په لاردز لوبغالي کې د ايم سي سي لوبډلې سره ۵۰ اوره لوبه کوي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ دغه سیالي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل او د ام سي سي کلب مشرتابه ترمنځ د هوکړې په پایله کې تنظیم شوې.
د کرکټ مسئولين وايي، چې د نړۍ د کرکټ د پياوړې یولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه د هېواد د کرکټ په تاریخ کې د پرمختګ نوی پړاو دی.
-الماس خدرخېل-



