د اصلاحاتو په نامه نور ولس ته دوکه نه شي ورکولاى

سرلیکنه

اشرف غني وړمه ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل : دخلکو د نارضايتۍ او انديښنولرې کولو  لپاره ملي بحث رابولم څو په يوه ملي بحث کې د خلکو سره سلا مشورې وکړم او د خپل ولس د ځنو کسانو انديښنې لرې کړم .

د تيرو دوو کالو يانې دحکومت له پيله اشرف غني وايي چې په حکومتولۍ کې به اصلاحات را ولم خوتراوسه پورې ېې دا ډول وينا عملي نه بلکې په غونډو کې يو شعار ګرځيدلاى دى ځکه خو ترې ورځ په ورځ يواځې دغني په وينا ځنې کسان نه بلکې ټول ولس ناراضه او له حکومته ېې انديښنې لري چې د ولس د  رايو پرخلاف پرناسم لوري روان دى.

د موجوده حکومت پرخلاف چې مشري ېې غني او عبدالله کوي له کړنو ېې ولس دومره ناراضه دى چې خپله ېې غني ته په غونډو کې احساس شويدى او غبرګونونه ېې ورته څرګند شوي دي چې دادې اوس دغه غبرګونو قومي بڼه خپله کړه ځکه خو غني ملي بحث او دخلکو سره سلامشورو ته اړشو.

تيره ورځ چي اشرف غني د افغانستان او مرسته کوونکو هېوادونو دانسجام او څارني په شلمې ناسته کې وينا کوله په دې ېې هم اعتراف وکړ چې ولس راڅخه ناراضه دى او د اصلاحاتو په برخه کې د خلکو د نارضايتۍ لپاره ملي بحث رابولم څو دخلکو انديښنې واورم .

اوس که اشرف غني هرڅو د خلکو انديښنې واوري د خپل حکومت لپاره د ولس رضايت نه شي ترلاسه کولاى ځکه چې غني اوس د هر افغان حق مساوي بولي خو هغه وخت چې جان کيرې ورته حکومت جوړاوه دهرافغان مساوي حق نه ېې سترګې پټې کړې او د افغان ولس د رايو پرخلاف ېې د جان کيرې لخوا جوکړل شوى حکومت ومانه .

اشرف غني ته د خپل حکومت ناسمه حکومتولي نه بريښې چې قومي پاڅون ته د خلکو نارضايتي رسيدلې ده که دې پاڅون په يو ولايت کې هم سر راپورته کړ بيا به په هر ولايت کې پاڅون او د خلکو ناراضياتي چې قومي بڼه ېې غوره کړيده پايلې به ېې ورته څرګندې شي.

په تيره اونۍ کې چې په ترکيه کې د بلخ  دوالي عطانور، دغني لومړي مرستيال دوستم او داجرائيه رياست دوېم مرستيال محقق ( دافغانستان ژغورنې) په نامه نوې ائتلاف جوړ کړ دهېواد د بيلابيلو ولاياتو وګړو دحکومت سره فاصله زياته شوه چې څرنګه  هغه کسان چې په حکومت کې غوښنه ونډه لري دحکومت پرخلاف ائتلاف کوي .

دوه کاله د مخه چې دغني او عبدالله حکومت جوړيده د نړيوالې ټولنې سره ېې ژمنه کړې وه چې  اصلاحات به کوي دادى  د دوه کالو هم زياته موده وشوه چې په حکومت کې اصلاحات نه دي شوې يواځې د شعار په نامه د اصلاحاتو يادونه کيږي  خو اصلاحات نشته،  د کرزي دحکومت په څير اداري فساد اوج ته رسيدلاى دې چې بالاخره په کابل کې دامريکا سرپرست سفيرلارينس، غني او عبدالله دواړو ته خبر ورکړ چې دنړيوالې ټولنې سره خپلې ژمنې عملي کړي.

اوس که اشرف غني او عبدالله هرڅو ولس ته د اصلاحاتو غږ کوي ناراضه ولس ترې نه رضاکيږي او نه پرې نورباور کوي د حکومت او ولس ترمنځ فاصله دومره زياته شويده چې د راکميدا امکان ېې نه ليدل کيږي  په دې حقيقت خپله عبدالله هم اعتراف کړې منلې ېې ده چې د حکومت او ولس ترمنځ فاصله زياته شويده ځکه چې په اصلاحاتو کې خپله په حکومت کې د اشخاصو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شويدى.

 تراوسه  دغني حکومت په  دى نه دى توانيدلاى چې اصلاحات پيل کړي که پېلوي ېې  له چاېې پېل کړي؟ په کوم ډول ېې پېل کړي؟ او لومړې ېې له کومې ادارې پېل کړي؟ که اصلاحات پېلوي ترټولو لومړې هغه څوک  (لوړپوړې چارواکې) چې په هرډول فساد کې لاس لري مجرم ثابتيږي .

غني صاحب اوس هغه وخت تيرشوى دي چې د اصلاحاتو په نامه ولس پر ځان راټول کړى!

غني صاحب ټول ولس انديښمن او درڅخه ناراضه دى که بله پلمه درسره دحکومت د دوام لپاره وي پرهغې کار پيل کړه د اصلاحاتو په نامه نور ولس ته دوکه نه شي ورکولاى ولس درڅخه انديښمن او ناراضه دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button