د هلمند نوزاد سیمه کې طالبانو ګڼې پوستې نیولي دي
کابل ټکی کام فرید احمد ۱۳۹۴ لړم ۲۵
له هلمند ولایت څخه زمونږ همکار فرهادوال خبر راکوي چې تېر ماسختن لس بجې د ګرشک اونو زاد ولسوالیو ترمابین پرغزیدلي لاره دانګرک کاریز په سیمه کې د دولتي ځواکونو پر دوو امنیتي پوستو د طالبانو لخوا بریدونه پيل شول، چې په نتیجه کې طالبان وتوانیدل دواړه یادې پوستې د لږ مقاومت وروسته ونیسي او په پوستو کې لس عسکر پکې ووژل شول.
په پوستو کې ګڼ شمیر مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي، چې طالبانو له ځان سره وړي دي.
طالبانو په خپله ویبپاڼه کې دعوه کړې چې برسېره پر یادو پوستو نورې پوستې هم ددوی د ملګرو لاس ته پرېوتې دي.
د یادونې وړ ده چې په هلمند ولایت کې هره ورځ دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اړول کيږي چې پرون د امریکایي ځواکونو په کاروان هم یو سرتېرۍ برید ترسره شو چې امریکایانو ته یې د سر زیان اړولی دی.



