دټيوټا کمپنۍ په موټرو کې دپټو معلوماتو دټکنالوژۍ اعلان وکړ

ساینسي خبر

ديوشمېرهېوادونو ترمنځ دالکترونيکي ،جنګي وسايلو زراعتي او روغتيايي وسايلو او فابريکو دجوړولو سيالي روانه ده ، چې ځیني هېوادونه په دې سياليو کې په لومړي سر کې شمېرل شوي دي ،خو دموټرو په جوړولو کې دا لومړيتوب جاپان ترلاسه کړی دی ،که څه هم فرانسې ،برتانيې ،جرمني او نورو يو شمېر هېوادونو جاپان سره سيالي کړېده، خو جاپان چې اوس يې په موټرو کې د انټلي جنس (پټو معلوماتو) لپاره ټکنالوجي پرځای کړې ده .

دموټرو اخيستونکو لپاره يې اعلان کړی دی، چې ددې پټو معلوماتو دترلاسه کولو سره سره دچلوونکي سره دموټر په چلولو کې دټرافيکي ستونزو پرمهال هم مرسته کولای شي.

دټيوټا کمپنۍ وياند ويلي ،چې دوی ددې نوي ټيکنالوجۍ او پټو معلوماتو د (آلو) لپاره يو بلين ډالر سرمايه کاري (پانګونه) کړي ده ،وياند دا هم ويلي، چې جاپاني ټيوټا کمپنۍ په موټرو کې د پټول معلوماتو د آلو لګولو په اړه دامريکا دفاع وزارت سره هم خبره کړېده او لرې نوې ټيکنالوژۍ داستعمال نه يې امريکا خبره کړې ده .

دټيوټا کمپنۍ رئيس ويلي چې زمونږ دتجربو نه دا لومړۍ تجربه ده، چې زياته پانګونه مو پرې وکړه او موږ په خپلو هلو ځلو کې کامياب شو ، چې ټيوټا کمپنۍ به د ياد وړ ګټه هم دنوې ټيکنالوژۍ په استعمال سره ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button