د پاکستان فوځ په کراچی کې عملیات ترسره کړي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۴ لړم ۲۵
د پاکستان ځانګړو ځواکونو د سند په صوبه کې هغه وخت ۳۷ کسان ژوندي ونیول چې پر خلاف یې دوی دوه ورځې وړاندې سرچ اپریشن شروع کړی و.
د پاکستان د راډیو د راپور په اساس د پاکستان کمانډو ځواکونو په کراچۍ ښار کې هغه ۳۷ کسان چی جنایتکاران یاد شوی دی ، نیولی او اړونده مسولو مقاماتو ته یې سپارلی دی .
د دغه راپور په اساس په دغو عملیاتو کې له دغو نیول شویو کسانو وسلې او نور مهمات هم ترلاسه شوی دی .



