کندهار: میرویس نومې روغتون کې د کوچنیانو د ۱۸۰ بستریزې څانګې ډبره کېښودل شوه

کابل ټکی کام ۲۵عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
نن د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د یو لړ مراسمو څخه وروسته د کندهار والي ښاغلي ډاکټر همایون عزیزي په یاد روغتون کې د کوچنیانو د ۱۸بستریزې څانګې ډبره کېښودله.
د کندهار والي پخپله وینا کې د څانګې په اړه وویل چې دغه څانګه د ۳۰۰۰مترو مربع پر ځمکه باندې د ۷لکه او اتیا زره امریکايي ډالرو په ارزښت باندې جوړیږي.
ده وویل چې لګښت یې د سره صلیب نړیوالې ټولنې په غاړه اخېستی ده.
د والي د وینا له مخې چې یاده ۱۸۰بستریزه څانګه به په ۱۰ورځو کې د ۵۷اطاقونو په درلودلو تمامه شي.
د کندهار والي ښاغلي ډاکټر همایون د وینې د بانک نوې څانګه هم د ۱۲زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړه او ترمیم شوې، پرانیستله، چې د ۶اطاقونو درلودونکې ده، او د دې څانګې مالي لګښت هم د سره صلیب نړیوالې ټولنې په غاړه اخېستی ده.

ځینو څهرو پر یاده څانګه خوښي ښودلې ده او ویلي یې دي چې په میرویس روغتون کې دا مهال د کوچنیانو د درملنې لپاره ۸۰ بستره لري چې خلک یې له ستونزو سره مخ وو.


