هلمند: نهر سراج نومې سیمه کې ترافیکې پېښې ۱۰تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام ۲۵عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هلمند د والي ویاند ښاغلی عمر ځواک رسنیو ته ویلي دي چې نن غرمه مهال د کندهار-هلمند پر لویه لار په هلمند ولایت پورې مربوطه «نهرسراج» نومې سیمه کې د یوه ټېلر او سراچه ډوله موټر تر منځ ترافیکي پېښه را منځته شوه.
د ده له قوله چې د لمړینو مالوماتو له مخې ۹تنه ماشومان ښځې او نارینه وژل شوي دي، او یوه ټپي شوې مېرمن تر روغتونه پورې رسول شوې ده.
د ده له قوله چې د لمړینو مالوماتو له مخې ۹تنه ماشومان ښځې او نارینه وژل شوي دي، او یوه ټپي شوې مېرمن تر روغتونه پورې رسول شوې ده.

ځواک وايي چې د پېښې اړوندې سیمې ته ترافیک پولیس رسېدلي دي.
له بلې خوا عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي چې د یاد ولایت په یاده سیمه کې یادو دوو موټرونو له ټکر څخه وروسته دوی له سراچه ډوله موټر څخه ټپيان مسافرین راښکته کړي دي.
د یادونې وړ ده چې مخکې هم پر دغه لاره ترافیکې پېښه را منځته شوې وه، چې دومره مرګ ژوبله یې نه وه اړولې وه.



