د غزني مېړني ولس د اربکیانو د ناوړه کړنو پر خلاف لاریون وکړ

کابل ټکی کام ۲۵عقرب/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر
د غزني ولایت اندړ نومې ولسوالۍ خلکو نن دوشنبه د اربکیانو له لورې د یوه بزګر پر وژنه د ولایت مخې ته د یاد بزګر پر وژنه لاریون وکړ، او د یاد وژل شوي بزګر جسد یې هم له ځانه سره وړی وو.
معترضینو د طالبانو په وړاندې پاڅون کوونکي د جنسي تېریو، د عامو خلکو پر وژنه او د عامو خلکو پر چورولو تورن کړل.
معترضینو همدا راز زیاته کړه چې اربکیان له سیمې څخه عام بې ګناه او بې وسلې خلک په زور او په ډبولو بوځي، او تر هغه پورې یې نه پرېږدي، تر څو چې د اربکیانو لخوا ټاکل شوې پیسې ور نکړي، او په شخصي زندانونو کې یې ساتي.
یادو معترضینو د غزني ولایت او امنیتي چارواکو سره د اربکیانو په یادو کړنو سر بېره نورې ناوړه کړنې هم شریکې کړلې.
د معترضینو څخه د اندړو ولسوالۍ د حاجي ګلاب شاه په نوم یوه اوسېدونکي رسنیو ته ویلي دي چې دوی کله روغتون ته ناروغان بېوي، نو په لارو کې یې اربکیان د طالبانو سره د اړیکو او د مرستو په تور نیسې او تر هغو یې نه پرېږدي، تر څو چې یې ۴۰۰زره افغانۍ نه وي ورکړي.
د معترضینو له جملې څخه یو بل تن شیر خان وايي چې لسګونه ځله یې اربکیانو مېرمنې له ځانه سره بېولي دي، او د پيسو په بدل کې یې ازادې کړي دي.
همدا راز د یادې ولسوالۍ یو بل تن اوسېدونکی ښاغلی مراز محمد هم وايي چې اربکیان واده شوې ښځې له ځانه سره وړي، او خلک ګواښي چې پل یې ونه نیسي، کني د ژوند په ارمان به شي.
مرزا محمد دا هم وویل چې اربکیان یې له سیمې څخه ځوانان له خپلو کورونو او ځمکو نه له ځانه سره بېوي، او د خوشي کېدو په بدل کې ترې ۵۰۰زره افغانۍ اخلي.
د معترضینو له ډلې څخه یوه بل تن وویل چې اربکیان له دوی څخه د ټوپک په زور د اربکیانو له لورې ټاکل شوې ډوډۍ او نور خواړه هره ورځ اخلي.
د غزني امنیه قومندان «جنرال امین الله آمر خېل» د معترضینو تورونه تأییدوي او وايي چې ځینې محلي پولیس شته چې د عامو بې ګناه خلکو په تېریو، چورولو او د خلکو په ځورونه کې لاس لري.

د غزني ولایت امنیه قوماندان «جنرال امین الله آمر خېل»
د غزني ولایت امنیه قوماندان «جنرال امین الله آمر خېل»


آمر خېل دعوه کوي چې د اندړو ولسوالۍ قومندان ته یې د یادې بې پته ډلې د مشرانو د نیولو امر کړی دی.
آمر خېل زیاته کړه چې د اندړو اربکیان څو ورځې وړاندې یو ټکسي چلوونکی هم له ځانه سره بېولی وو، چې په اړه یې بشپړ اسناد په لاس کې لري.
آمر خېل د داسې خلکو د داسې کړنو له کبله په محاکمه کولو باندې یې ټینګار وکړ.
آمر خېل د اربکیانو په لیکو کې د ریښتینو او سمو خلکو په اړه وویل چې دوی د ستایلو وړ دي.
په غزني کې اندړ نومې ولسوالۍ یوه نا امنه او غرنۍ سیمه ده چې په زیاتو کلیو کې یې اربکیان خپل خپل قوانین عملي کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button