شمالي کوریا: د دښمنو رسنیو کتونکي،او په جنسي غریزو تورن کسان به اعدام کړي
د شمالي کوریا چارواکو داځل د خپلو خلکو لپاره سترګواښ کړی، او ویلي یې دي چې د دې هیواد هر تبعه که د جنوبي کوریا تلویزیونی چینل یا نورې رسنۍ تعقیب کړې دوی به یې اعدام کړي.
که څه هم په شمالي کوریا کې د هیواد له ملي رسنیو پرته هیڅ خارجي او داخلي رسنۍ شتون نلري، او د دې هیواد خلک هم له رسنیو سره کاملا نا آشنا دي خو د هیواد دمشر کیم جونګ اون دا خبرتیا یې نوې او حیرانونکې ښکاري.
همداراز د دې هیواد چارواکو هغه کسان چې پر جنسي مسایلو تورن شي ،اخطار ورکړی چې په عامه ځایونو، لکه چوکونو، مکتوبونه او میدانونو کې به د خلکو د سترګو پر وړاندې اعدامېږي.
شنونکي د کوریا دا ګام مثبت بولي او په وینا یې رسنۍ د جګړې څلورمه ستره وسیله ده ،چې ځینې هیوادونه د خپل فکر د ترویج او د مقابل لوري د راخپلولو پخاطر پرې بې شمیره پیسې لګوي او په هر ملت کې چې پردیو خپلې مفکورې پلې کړې هغه ناکام او منزوي کیږي.

















