(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۸)
د پاکستان بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې نامعلومه وسله والو په ډزو سره څلور شيعه هزاره ګان وژل شوي دي.
پېښه نن سهار مهال رامنځته شوې او پوليسو ويلي، چې په وژل شويو کې درې نارينه او يوه مېرمنه شامل دي.
د دغه ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي، نامعلومه موټرسيکل سپرو وسله والو له سيمې نه په تېرېدونکو هزاره مسافرو ډزې وکړې او څلور تنه يې ووژل.
ځايي پوليس وايي، وسله وال د بريد له ځايه تښتېدلي خو د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د مستونګ د پوليسو قومندان غضنفر علي ويلي، چې ښايي پر دغو کسانو «د هغوی د مذهب له کبله» بريد شوی وي.
تر دې وړاندې هم پر دغه لاره د شيعه هزاره ګانو د ويشتل کېدو راپورونه ورکول شوي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو د راپورونو پر اساس په تېرو پنځلسو کلونو کې د وسله والو بريدونو له کبله په بلوچستان کې څوارلس سوه شيعه ګان وژل شوي، چې ډیری يې هزاره ګان دي.
-الماس خدرخېل-


















