جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو د چارو پرانیسته کړې ده. د اقتصادي معاونیت په وینا، دا پروژه د هېواد د صنعتي ودې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

نوموړي په دې مراسمو کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي د وارداتو پر ځای کورني تولیدات پیاوړي کړي او د خامو موادو د صادرېدو مخه ونیسي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوال بندیزونه نه شي کولای د هېواد د اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي.

د معلوماتو له مخې، دغه فابریکه د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د ترکي ۷۷ شرکت له لوري جوړېږي او په ورځ کې به د ۳۰۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري.

ویل کېږي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته مستقیم او غیر مستقیم د کار زمینه برابره شي او په دوو کلونو کې به بشپړه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button