کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د امریکایي رسنۍ اکسيوس د راپور له مخې، اسرائیلو د ایران سره د جګړې پر مهال متحده عربي اماراتو ته د هوايي دفاع “اوسپنې ګنبد” سیستم له خپلو پوځیانو سره استولی و، څو د ایران توغندیزو او بې پیلوټه بریدونو پر وړاندې د اماراتو دفاع پیاوړې کړي. راپور وایي، دا پرېکړه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید سره تر تماس وروسته کړې وه.
راپور زیاتوي، امارات د جګړې له پیله د ایران له لوري تر ټولو ډېر هدف ګرځېدلی و او سلګونه بالستیک او کروز توغندي او زرګونه ډرونونه ورباندې توغول شوي وو. ویل شوي چې ډېری بریدونه شنډ شوي، خو ځینو یې پوځي او ملکي ځایونه هم په نښه کړي وو. اسرائیلي چارواکو ادعا کړې چې د اوسپنې ګنبد دغه سیستم لسګونه ایراني توغندي له منځه وړي دي.
اکسيوس لیکلي، دا لومړی ځل و چې اسرائیلو دغه دفاعي سیستم بل هېواد ته استاوه. راپور کې ویل شوي چې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو او اماراتو ترمنځ پوځي، امنیتي او استخباراتي همغږي بې سارې کچې ته رسېدلې او دواړه لوري اوس خپله شراکت تر بل هر وخت قوي بولي.


















