د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۵ل)

د سولې د څېړنو لپاره د ستوکهولم نړیوال انسټیټیوټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ ټول پوځي لګښتونه ۲.۸۸۷ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي، د امریکا، روسیې او چین ګډ پوځي لګښتونه ۱.۴۸ ټریلیون ډالره وو چې د نړۍ د ټول لګښت ۵۱ سلنه جوړوي.

د راپور له مخې، په اروپا کې پوځي لګښتونه ۱۴ سلنه لوړ شوي او ۸۶۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې د روسیې او اوکراین جګړې یې مهم لامل بلل شوی.

د روسیې لګښتونه ۱۹۰ میلیارد ډالرو او د اوکراین ۸۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. همداراز په اسیا او اوقیانوسیه کې هم پوځي مصرف ۸.۱ سلنه زیات شوی او ۶۸۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

راپور وایي، د چین پوځي بودجه ۳۳۶ میلیارد ډالره، د هند ۹۲.۱ میلیارد، د بریتانیا ۸۹ میلیارد، د سعودي عربستان ۸۳.۲ میلیارد او د جاپان ۶۲.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

بلخوا د ایران پوځي لګښتونه د دویم کال لپاره هم کم شوي او ۷.۴ میلیارد ډالرو ته راټیټ شوي، چې لامل یې لوړ انفلاسیون ښودل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button