کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د نفت او ګاز شرکت په حیرتان بندر کې د کابل بانک نمبر (۲) د نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل کړې ده. د شرکت په وینا، دغه پروژه له شاوخوا ۱۷ کلن ځنډ وروسته بېرته عملي شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د یادو ذخایرو ټول ظرفیت ۶۰ زره ټنه دی، چې له دې جملې څخه ۲۰ زره ټنه برخه تر اوسه فعاله شوې او د پاتې ۴۰ زره ټنو د بشپړېدو چارې روانې دي.
مسوولین وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد د تېلو د زېرمه کولو ظرفیت لوړ شي او د انرژۍ سکټور به لا پیاوړی شي، چې له اقتصادي پلوه به مهم رول ولوبوي.


















