کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ۴۸ کاله وړاندې د ثور میاشتې په اوومه نېټه د یو شمېر کمونیستانو له لوري د وخت د افغانستان حکومت پر ضد نظامي کودتا وشوه او د کمونیستي تېري لپاره زمینه مساعده شوه. اسلامي امارت دغه کودتا او ورپسې پر افغانستان کمونیستي تجاوز غندلی دی.
په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان مجاهد او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس د شوروي استعمار خوب رښتیا کېدو ته پرېنښود او تر ۱۴ کلنې مبارزې وروسته یې د ثور په اتمه نېټه په ۱۳۷۱ لمریز کال کې ستره فتحه، کامیابي او استقلال ترلاسه کړ. اسلامي امارت ثور اتمه د هېواد د فتحې، کامیابۍ او افتخار تاریخي ورځ بللې ده.
اسلامي امارت ویلي، هغه مهال د افغانستان خلک خوښ وو چې د خپل جهاد ثمره یې ترلاسه کړه، خو تنظیمي جګړو او خپلمنځي اختلافاتو دا هرڅه له منځه یووړل.
اعلامیه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي چې د شرعي نظام د ساتنې، ثبات او د یو موټي افغانستان د دوام لپاره سره متحد او متعهد پاتې شي.


















