راپورتاژ: فرید احمد کابل ټکی کام
په فرانسه کې تر دې نامه لاندې چې د اسلامي دولت ژوندي غړيو په خلاف عملیات ترسره کيږي مسلمانان نیول کيږي او شکنجه کیږي.
فرانسوي چارواکي وايي، د پاریس بریدونو په تړاو یې یو تعداد کسان نیولي، خو په فرانسه کې یو افغان دکاندار زمونږ همکار ته د فیسبوک له لارې ویلي دي چې ټول مسلمانان له خپلو ځایونو څخه نشي وتلای د حکومت د زورونې برسیره په بازارونو کې عام خلک هم دوی وهي او ټکوي يې، د اسلامي حجاب باندې پوښلې ښځه چې په بازار یا کوڅه کې ولیدل شي نو ځوانان ترې راچاپیر شي او بې ستره یې کړي.
د فرانسې په اکثروښارونو کې د مسلمانانو په خلاف اپریشن شروع شوی دی، چې تر دې دمه له ۱۰۰۰ کسانو زیات مسلمانان نیول شوي دي. .
د فرانسې د حکومت له خوا د فرانسې په ښارونو کې د مسلمانانو په خلاف دغه چاپې وروسته له هغې اچول شوي چې د جمعې په ماښام پاریس کې د یو لړ بریدونو په ترڅ کې ۱۲۹ کسان ووژل شول.
د بلجیم په برسلز ښار کې هم پولیسو عملیات پیل کړي او د رپوټونو له مخې یو مسلمان یې وژلی او شپيته کسه نور یې بندیان کړي دي..
تر دې وړاندې د فرانسې لومړي وزیر مانوېل والز ویلي و چې دغه بریدونه له سوریې طرحه شوي و، او د سوريې په خلاف به عملیات ترسره کوي، چې په نتیجه کې یې تېره ورځ په سوریه کې درانه ظالمانه هوايي بریدونه وکړل..
ښاغلي والس وويل نن (دوشنبه، ۱۶ نومبر) سهار راهيسې په ټوله فرانسه کې پر مشکوکو توندلارو له ۱۵۰ ډېر چپاوونه شوي دي، هغه زیاته کړه چې چاپې به همداسې جاري وي ترڅو مونږ د تندلارو مخه نه وي نیولي.

د فرانسوي پولیسو د څېړنو پربنسټ، د پاریس له بریدونو وروسته ځینې کلاشنیکوفونه په یوه ‘پرېښودل شوي موټر’ کې موندل شوي، له برسلز څخه یو مسلمان په خپل ټویټر پاڼه باندې لیکلي دي چې مسلمانان دې له خپلو موټرونو او دکانونو سره ډیر احتیاط وکړي چې هسې نه پولیس یې په کور کې یا موټر او دکان کې اسلحه کیږدي، او بیا یې د چاپې په ترڅ کې اسلحه برامد کړي.
فرانسوي پولیسو د دغو بريدونو په تړاو د یوه مسلمان کس انځورونه خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي، چې په موندلو کې یې ورسره مرسته وکړي.
بل خوا ته د فرانسوي روغتونونو له لوري ویل شوي، چې د جمعې ورځې بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر هماغه ۱۲۹ کسان دي او د شمېر ډېرېدو په اړه ځینې خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
پولیس وايي هغه کس چې دوی یې لټون کوي بلجیم کې زېږېدلی او عبدالسلام صلاح نومیږي، چې ۲۶ کلن دی، عبدالسلام صلاح هلته په ډيرو لاریونونو کې برخې هم اخیستې دي او په افغانستان او عراق کې د امریکايي اشغال په خلاف به یې همیشه خبرې کولې، نو ځکه هم د فرانسوي پولیسو لخوا په نښه شوی دی. .
پولیس وايي دوی په دې باور دي، چې نوموړی د پاریس بریدونو کې مخامخ ښکېل و، چې اوس بې درکه دی .

رپوټونه وايي فرانسوي پولیسو له بریدونو څو ساعته وروسته د بلجیم لور ته یو روان یو ګاډی درولی و، چې وايي عبدالسلام صلاح هم په کې ناست و.
پولیس وايي له هغه یې پوښتلي و او د هغه د پيژندګلوۍ اسناد له کتلو وروسته یې ورته د سفر اجازه ورکړې وه.
پولیس اوس د هغه په پلټنه شروع کړې ده او له خلکو یې غوښتې چې د هغه په اړه په معلوماتو کې ورسره مرسته وکړي چې هغه یو خطرناک کس دی. شاید داسې ډير نور عیسایان او یهودیان او یا هندوان مشرکین هم په همدې لاره بلجیم ته تللې وي خو عبدالسلام یوازې په نښه شوی دی، چې شاید ډير نور داسې مسلمانان هم په نښه شوي وي.
یوې مصرۍ زنانه په فیسبوک باندې لیکي چې زه په سټارسبرګ ښار کې اوسیږم، له هغې ورځې راپدیخوا زه وارخطا یم چې ما څوک ونه وژني، ټول خلک راته په بده سترګه ګوري، زه په یوه مغازه کې کار کوم، اوس له هغه ځایه وایستل شوم، چې څوک ما پيژني هغوی راته وایې چې زمونږ له ملک څخه ووځه، ته یوه تروریسته یې! زه نوره په فرانسه کې تنګه یم.
په امریکا او یا نوره دنیا کې تقریباً هره هفته داسې پيښې رامنځ ته کیږي چې یو عیسايي یا یهودي په یوه مکتب او یا بل داسې ځای کې عام خلک ووژني خو هلته یوازې د هغه قاتل په خلاف مقدمه درج شي، حتی د هغه کورنۍ هم پدې کې ملوثه نه بولي، د هغه مذهب خلک دې پر ځای پاتې وي، خو که په یوه ملک کې د یوې داسې ډلې خلک وژنه وکړي چې همدا ملک له هغوی ورسره په جګړه کې بوخت وي، ولې عام مسلمانان په نښه کیږي؟؟؟
فرانسه، امریکا، برتانیه، روس، او داسې نور ملکونه په عراق کې له داعش او القاعدې سره په جګړه دی، په افغانستان کې له افغانانو سره په جګړه بوخت دي، نو که همدا خلک د هغوی سره په جګړه دوی ته تاوان ورسوي، ولې عام فرانسوي، امریکايي، یا روسي مسلمانان په نښه شي او وځوريږي؟؟؟
















