تر ۵۰ کلنۍ ښکته کسان نن آقصا مسجد ته پرینښودل شول

تر ۵۰ کلنۍ ښکته کسان نن آقصا مسجد ته پرینښودل شول

ټاکل شوې وه چې د اسراييلو پر ضد به نن د جمعې په ورځ د اقصا مسجد په څنډو کې د مسلمانانو د حمایت پخاطر یو پراخ لاریون ترسره شي.
لاریون د ځینو مسلمانو هیوادونو د مشرانو او حماس ډلې لخوا ترتیب شوی ؤ.
تازه راپورونه وایي چې اسراييلي پوليسو پرېکړه کړې چې د نن ورځې د مظاهرو له پېل وړاندې به هغو کسانو ته اجازه ور نه کړي چې عمرونه يې له پنځوسو کلنو کم وي.

پوليسو دا بندیز یواځې تر نارینه پورې ځانګړی کړی او ویلي یې دي چې د هر عمر لرونکو ښځو ته به د ننوتو اجازه ورکوي.

دا چاره پداسې مهال تر سره کیږي چې تیره اونۍ د اقصی جومات سره نږدې فلسطينيانو دوه اسراييلي پوليس په چړو ووژل چې ځواب کې يې اسرایلي پولیسو د جومات منځ کې درې فلسطينيان هم ووژل.
اسراييلي حکومت سمدلاسه اقصی جومات وتړلو چې بیا د مسلمانانو له توند غبرګون وروسته یې په درییمه ورځ بیا پرانیست

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button