ټرمپ افغانستان ته د ټیلرسن پځای نوی سفیر وټاکه

.د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د افغانستان لپاره د اوباما د دورې سفیر له دندې ګوښه او پځای یې یو بل تجربکاره څیره دې هیواد ته انتخاب کړې ده.

راپورونه وایي امریکایي ولسمشر په انقره کې خپل اوسنی سفیر ‹‹جان بس››، د کابل د سفیر په توګه نومولی دی.
سپینې ماڼۍ نوموړی ډیر ستایلی او په یوه اعلامیه کې يی ویلي چې : «ښاغلي بس تر یوې لسیزي ډیره موده د متحدینو د بسیج، ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د منابعو د توحید او په عراق، سوريه او د اسیا په سویل لویدیځ کې د ثبات د ټینګښت له پاره هڅو ملاتړ کړی دی.»

جان بس له ۲۰۱۴م کال راهیسې په انقره کې د امریکا متحدو ایالاتو سفير وو،کوم وخت چې دغه هیواد د یوې ناکامې کودتا شاهد ؤ، هغه وخت ویل کیدل چې پدې ناکامه کودتا کې امریکایي سفارت هم ښکیل ؤ.

په افغانستان کې د امریکا سفارت دنده اوس ځکه د پخوا په پرتله ډیر اهمیت لري چې ویل کیږي د ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوې اداره له جګړو ستړې او د افغان جګړې د تداوم یا ختمیدو لپاره د نویو لارو چارو د جوړولو پخاطر په هره اړخیزه ستراتیژي کار کوي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button