سختو زلزلو ترکیه او یونان ولړزول:
د راپورونو په اساس د سختو زلزلو له کبله په ترکيه کې د يوه ساحل ځینې برخې ویجاړې شوې دي چې پکښې د ۱۴مه پیړۍ ځيني تاریخي ودانې او ځایي مسجد هم شامل وو.
بلخوا د یادې زلزلې ټکانونو په یونان کې د مالي زیان سربیره مرګ ژوبله هم اړولې ده.
ویل کیږي د دې هیواد د کاوس ټاپو کې د ریختر په کچه ۶،۷ درجې زلزله شوې چې له کبله یې تر اوسه دوه کسان وژل شوي، او تر سلو ډیر نور ټپیان دي.
زلزلې ډیر سیلانیان له خپلو هوټلونو څخه دباندي، د سړک پر سر خوب ته اړ کړي.
د یونان چارواکو ویلي چې د زلزلې له کبله شاوخوا ۱۲۰ تنه ټپیان شوي دي او یوه لویه ودانۍ نړیدلې ده.
اسوشیتیدپرس ویلي دي چې ډیر شمیر کسان له دې کبله ټپیان شوي، چې د تعمیر د نړیدو له ویرې یې ځانونو له کړکیو ښکته اچولي دي.

















