کابل ټکی کام ( سه شنبه ١٣٩٤ لړم ٢۶/ ٢٠١٥ م نومبر ١۷)
عبدالقادر ځاځی د ولسي جرکې غړی وايي افغان سفیران په مختلفو طریقو یو شمېر افغانان بهرنيو هېوادونو ته د پیسو په بدل قاچاقوي .
دغه تور د ولسي جرګې عبدالقادر ځاځي په ولسي جرګه کې په افغان سفيرانو ولګاوه .
ځاځي دغه راز زیاته کړه، په یوکراین کې د افغان ځوانانو ټولنې یوه غړي ورته ویلي دي چې د سفارت کارمندان او سفیر افغانان په درې زره ډالره له یوه هېواد څخه بل هېواد ته د سفارت په موټرو کې وړي .
د ځاځي د تور په اړه د افغانستان د ګډوالو چارو وزير سیدعالم بلخي او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ولسي جرګې ته احضار شوي وه .
ددې لپاره چې د افغان ځوانانو بهرنيو هېوادونو ته د بهير په اړه پوښتې او ګروېګنې وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې په ناروې او ځني نورو هېوادونو کې افغان مهاجرينو ته د قبوليت او جواز ناشوني اعلان شوی .
بدرالدین ځواک
















