کابل ټکی کام ( سه شنبه ١٣٩٤ لړم ٢۶/ ٢٠١٥ م نومبر ١۷)
دامریکاددفاع وزارت د يوې اعلاميي په خپرولو سره ويلي دي، چې دګوانتانامو ۵ تنه زندانیان یې متحده عربي اماراتو ته ليږدولي دي.
اعلاميه زیاتوي چې، دوی اماراتو ته ددغو ۵ تنو زندانیانو دليږد په اړه داماراتو له دولت سره سلا شوي وه .
د دفاع وزارت په دغه بیان کې همدارنګه ويل شوي دي، چې د دغو ۵ تنو زندانیانو دوسیې څېړل شوي او بیا يي د خوشې کېدو پرېکړه شوې ده .
د دغو خوشې شویو زندانيانو، چې اوس عربي اماراتو ته سپارل شوي دي نومونه يي علي احمد محمد الرازحي، خالد عبدالجبار محمد عثمان القدسي، عادل سعید الحج عبید البصیص، سلیمان عوض بن عقیل النهدي او فهمي سالم سعید العساني ښودل شوي .
نوموړو ۱۴ کاله بند د کيوباپه ګوانتانامو زندان کې تېرکړي چې اوس هم ۱۰۷ تنه نور زندانیان په کې بند تېروي .
په دوی کې تر اوسه یو تن هم په رسمي توګه مجرم ثابت شوی نه دی، خو یواځې د القاعدې وسله والېډلې په غړيتوب تورن شوي دي .
سلیم بریال
















