طالبان: جانیخیل، او تیوره مو لا هم تر ولکې لاندې دي ګډځواکونه هیڅ پرمختګ نلري:

طالبان: جانیخیل، او تیوره مو لا هم تر ولکې لاندې دي ګډځواکونه هیڅ پرمختګ نلري:
د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ تر سقوط وروسته زرګونه افغان او امریکایي ځواکونه د یادې ولسوالۍ د بیا نیولو پخاطر د دې ولسوالۍ د محاصرې لپاره رسیدلي دي.
تیره ورځ دولت وزیري ادعا کړه چې ولسوالۍ به په څو شیبو کې ونیسي خو لا د دریو ورځو په تیریدو سره د ولسوالۍ مقر له طالب وسلوالو ندی نیول شوی.
تازه په تازه د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم ویلي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې تر دې دمه د ۵۰ په شاوخوا کې وسله وال وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.چې له دې ډلې ۱۶ کسه یې پاکستانيان دي.
خو طالب ویاند د حکومتي چارواکو دا خبرې ټولې معکوسې د وارخطایي څخه ډکې او خندونکې ادعاوې بللې
طالب ویاند رسنیو ته ویلي چې ګډو ځواکونو نن هڅه وکړه چې د ولسوالۍ په لور تعرض وکړي، بیرته مات شول، ۱۱ عسکر يې مړه او ژوبل دي، ۲ ټانکونه یو رینجر موتر او ډيره وسله هم ترې پاتې شوې ده
طالبانو ویلي چې ولسوالۍ یې لا هم په ولکه کې ده او د افغان چارواکو د ولسوالۍ دنیولو او د ۵۴ طالبانو د وژلو خبر مطلق دروغ ده.
.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې (د پاکستاني ملیشو د وجود او وژلو خبره خو هغه ښکاره کذب دی چې ممکن ټول هیوادوال يې درک کولای شي، دا جګړه چې غلیم په دې ډول ځپلی شي، د ملیشو کار نه؛ بلکې د باتورو مجاهدینو ګوزاردی.)
د یادونې وړ ده چې په تیر کې دا ادعاوې د حکومتي چارواکو له لوري زیاتې کیدې خو اوس یې تر ډیره نکوي.
طالب ویاند زیاتوي (که دوی ریښتیا پاکستاني ملیشې وژلي وي، بیا نو د کابل ادارې خارجه وزارت ولي احتجاج نه کوي او امریکایي باداران يې ولي چوپه خوله دي؟)
بلخوا طالبانو ویلي چې د غور د تیورې ولسوالۍ یې لاهم په ولکه کې ده او د حکومتي چارواکو او د هغوی د رسنیز بانډ داخبر چې ولسوالۍ یې نیولې او طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې دروغ او له حقیقت لرې خبر ده.
طالبانو په دې وروستیو کې ۵ ولسوالۍ یو د بل پسې سقوط کړې چې دولتي ځواکونه او امریکایان اوس په ټول توان سره هڅه کوي تر څو له ځمکنۍ او هوایي لارې مخالفین وځپي ترڅو ولسوالۍ بیا ترې ونیسي.



