اسرائیل: غواړو په خپل هیواد کې د الجزیرې تلویزیوني کانال وتړو:

اسرایلي لمړي وزیر بینیامین نتنیاهو تیره ورځ ویلي چې نور نه غواړي په یاد هیواد کې دې د الجزیرې خبري شبکې چینل فعالیت وکړي.

نوموړي ویلي چې په بیت المقدس کې وروستي تاوتریخوالي ددغه شبکې د خبرونو له امله رامنځ ته شوي دي.

اسرایلي مشر تورلګولی چې دې شبکې په اقصا جومات کې د څوفلسطینیانو د وژلو وروسته دلته د الکترونیکي امنیتي دروازو خبر رسنیزه کړې وه چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.
اسرائیلو ویلي چې یادې رسنۍ هغه څه ویلي چې دوی نه غوښتل چې نشرشي.
اسرایل هغه مهال د نړیوالو له غبرګونونو سره مخ شول کله چې رسنیو د اسرایلي ځواکونو لخوا په اقصا جومات کې د الکترونیکي دروازو خبر خپور کړ.
تر دې وړاندې سعودي هم په خپل هیواد کې د یادې تلویزیوني شبکې نشرات بند کړي دي.
فلسطینانو د یادو دروازو نصب کول په هغوی لوی ظلم اوتعدی بللی ؤ او جومات له ورتګ څخه یې اعتراضا ډډه کوله
د یادونې وړ ده چې د مسجد اقصی په «الاسباط» دروازه کې فلسطینیانو وروسته تر هغه خوښي وښوده کله چې اسرائیلي عسکرو دروازې لیري کړې او اعلان یې وکړ چې نن د پنجشنبې په ورځ د مازدیګر لمانځه ته به په مسجد کې دننه را ټولیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button