فیصل: په لنډ وخت کې به د بریښنایي تذکرو د ویش پیل کړو

فیصل: په لنډ وخت کې به د بریښنایي تذکرو د ویش پیل کړو
تیره ورځ د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې ټاکل شوې ده په لنډ راتلونکي کې د بریښنایي تذکرو د ویش لړۍ په ازمویښتي توګه پیل شي.
نوموړي وویل چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او ډاکترعبدالله عبدالله د برېښناني تذکرو له چارواکو سره غونډه درلوده او د تذکرو وېش د څرنګوالي په اړه یې ورسره بحث وکړ.
فیصل وویل، لمړی به په کابل کې د تذکرو د وېش امتحاني لړۍ پيل او دا بهیر به ۶ میاشتې دوام وکړي.
د ده له قوله کابل کې د نوم لیکنې ۱۰ مرکزونه جوړوي، چې ۵ هغه به یې د ښار په بېلابېلو سیمو او ۵ نور مرکزونه به یې په ځینو وزارتونو کې وي.
نوموړي ویلي چې د دې لړۍ له څلور میاشتني بهیر وروسته به په وزارتونو او د کابل ښار په ېلابېلو سیمو کې ۷ مرکزونو نور هم زیات شي چې په تدریج سره به دا شمیر تر ۱۰ پورې لوړ شي.
نوموړي وویل چې د مرکزونو د بودیجې لپاره د مالې وزارت پوره چمتوالی لري.
د تذکرو د ازمویښتي ویش لړۍ د پیل خبر داسې مهال ورکول کیږي چې ویل کیږي د تذکرو په منځپانګه لا هم ځینې کړۍ تنقیدات لري او هڅه کوي ترڅو د دې لړۍ ویش یا پیکه او یا له منځه یوسي.



