چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

که نن مو لومړۍ قبله هېره کړه، سبا دوهمه قبله هم هېروو

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 28, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
22
ځلې شریک شوی
278
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عرفان

له هغه وخته چي د الاقصی مسجد او یا د مسلمانانو لومړنۍ قبله د غاصبو یهودانو تر سلطې لاندي راغلې تر دې دمه د ځایي اوسیدونکو مسلمانانو له پاره د دې مسجد دروازې تړلې دي. ډېر وخت ځایي مسلمانان د مسجد نه بیرون د سړکونو په غاړه خپل لمونځونه ادا کوي. د جنایتکاره یهودانو له اړخه وهل کیږي، ربړول کیږي ، بندیانیږي او …. د هر راز غیر انساني شکنجو سره مخ کیږي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

په فلسطین کي د الاقصي مسجد هغه ځآي دي چي الله تعالي یی په اړه په قران کریم کي فرمایی:(…الي المسجد الاقصاالذي بارکناحوله لنُریه من ایتنا ….)«…. ترهغه مسجد الاقصي پوري بوت چي مونږ یی شاوخوا برکتي کړي ..»

د اسلام دا لمړنۍ قبله په لمړي ځل د سیدنا عمر رضي الله عنه په وخت کي مسلمانانو ته په لاس ورغله ، خوبیا وروسته په صلیبي جنګونو کي یهودانو پري ولکه وکړه ، اما د ستر او ویاړلي مجاهد اوغازی صلاح الدین ایوبي په لاسو دا قبله یو ځل بیا دمسلمانانو په لاسو کی پریوته .

مسلمانانو هیڅکله هم دلته یهودان او عیسویان د عبادت نه دي منعه کړی ، بلکه هغوي دخپلو مذهبي طریقو اولارو په له مخی دلته په ازادانه توګه خپل عبادت کړي .

اما بدبختانه ، دهغه وخته راهیسي چی دمسلمانانو واکمني شړیدلي ، عثماني امپراطوري هم د نصرانیانو او یهودانو د ګډو هلو ځلو په واسطه له منځه تللي او پخپله اسلامي امت داستعمار په لاسو په وړو وړو پرچو ویشل شوی ، سلاطین او امراءیی د پردیو لاسپوڅي ګرزیدلي او دخپلو واکمنیو دخوندي ساتلو په خاطر د خپل الله تعالي په ځآي د کفارو پښوته پریوتي ،نو اته میلیونه یهود په ۱۷سوه یا (یو ملیارد او اوه سوه میلیونو) مسلمانانو باندی مسلط شول ،او په دي توګه یهودو ته د فلسطین دمقدسي زمکي د ولکي کولو اجازه ورکړل شوه او پخپله په فللسطین یی یو یهودي ایجنټ د عباس ترنامه لاندي مسلط کړ نو په طبیعي توګه به دا مقدسه خاوره د یهودو د ناولوپښو لاندي مروړل کیږی او داسلامي امت ددغو لاسپوڅو سلاطینو او امراءو په عیاشیو او د ټرمپ په پښو کی د غورزیدووروسته دادي بیت المقدس هم د یهودو دداسي واکمنۍ لاندي راغلي چي اوس په کي مسلمانان ، نور لمنځونه خو لاڅه، چي د جمعي دمبارکي ورځي د لمونځ اداء کولو ته هم نه پریږدي .

په اسلامي امت کي یواځیني سالار چي دبیت المقدس ددروازو په تړلو یی د اسرائیلو دسفارت دروازي و تړلی هغه د ترکیی ولسمشر طیب اردګان دي. هغه اعلان وکړ چي ترهغي چي یهودان د الاقصي د مسجد دروازی پراننیږي نو ترکیه به هم د اسرائیلو دسفارت دروازی بندي و ساتي .

که څه هم یهودو هغه ته ګواښ کړي چي ګویا د عثماني امپراطورۍ د ړنګیدو وروسته اوس داسي ځواک نه شته چي دیهودو په سترګو کي سترګي ننباسي ، خو بیا هم اردګان نه یواځي د یهودو په مقابل کی بلکه د ټولي نصراني غربي نړئ په مقابل کی د یوه ستر چیلینج په څیر په خپل هوډ کي د فلسطین د مظلوم ولس ترڅنګ ولاړ دي .

رافضي ایران چي تل د الاقصی د ازادیدو شعارونه بدرګه کوي اوپه دي نامه داسلامي امت په سترګو کي خاوري اچوی د یهودو د بي ټیم (B_Team) دنده تر سره کوی . او داسلامی امت ترمنځ د هر نوع فساد په جوړولو کي ستر رول لري .

عربی هیوادونه چي باید خپله ټوله پانګه اوسرمایه یی د فلسطین او القدس د ازادۍ له پاره مصرف کړي وایی ، نن دغربي استعمارپه واسطه په خپلمنځي رقابتونو کي راښکیل شوي ، او خپل کوچني ورور هیواد قطر یی د یهودو په ځآي تر خپل قهر او غضب لاندی راوستي ، او دا کار یی هم د امریکا دولسمشر د رضاییت او خوشحالۍ په خاطر دهغه د سفر په جریان کی ترسره کړي .

ددي ټولو هیوادو زور یواځی د فلسطین دریښتونی نماینده ګوند حماس په خلاف استعمالیږی . او هڅه کوي دغه اسلامي ګوند چي دخپل هیواد دازادۍ له پاره دیهودو په ستونو کي لکه د هډوکي په څیر نښتی په یوه ډول نه یوه ډول له منځه یوسي . او دخپلو واکمنیو په خاطر یهودان راضي او خوښ و ساتي .

اسلامي امت باید په ټول قوت سره د یهودو دغه جنایتکارانه اعمال په کلکه و غندي او د یوه کوچني لږه کی منفور او جنایتکار ډلی څخه د اسلامی امت د عزت او وقار دغه سنبول ( الاقصي ) ازاده اوخپلواکه کړی .

دا د اسلامي امت له پاره ستر ازمیښت دي . ترڅو خپل سلاطین او امراء د خپلو مظاهرو ،غونډو او جلسو له لاري متوجه کړی ترڅو ددي ستر عبادتځآی او د اسلامي امت د لمړئ قبلي د بیرته اخستو په خاطر دقربانۍ ډګر ته راودانګي .

مخکینې مطلب

پاکستان: د سترې محکمې په امر نواز شریف له دندې ګوښه شو

بل مطلب

ګرانې خورې تاته وايم ! ته په اسلام کې د الماسو ټوټه یې :

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com