(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۷)
د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په پوستو او يو مرکز برید کړی، چې په پايله کې يې پنځلس پوليس وژل شوي دي.
يوې امنیتي سرچينې طلوع نيوز ته ويلي، چې وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط د صمد څلور لارې کې د امنيتي ځواکونو په ګڼو پوستو او مرکز بريد وکړ، چې په پايله کې يې لس پوليس ووژل شول.
د والي وياند دغه پېښه تائيدوي او وايي، چې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.
بل پلو طالبانو د یاد بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې غاښلي قاري يوسف احمدي ويلي، چې په دغه بريدونو کې يې له دولتي ځواکونو يو مرکز او ۲ پوستې نيولي او زياتوي چې پنځلس پوليس وژل شوي دي.
د احمدي په وينا، په دغه بريد کې درې ټانګان او دوه موټر سوځول شوي او همداراز ۱۳ ميله وسلې او ۳ د شپې دوربينونه هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
-الماس خدرخېل-
















