امریکا د افغان عسکرو لپاره د یونیفورم اخیستلو پیسې نه ورکوي
وروسته له هغه چې د سیګار په یوه راپور کې د افغان عسکرو په یونیفورم کې د پراخ فساد جزیات خپاره شول او د امریکا د فاع وزارت هم یاد راپور تاید او دهغه په اړه یې خپله غصه څرګنده کړه ، تازه راپورونه وایي چې امریکایي سناتورانو هغه پیسې چې د افغان عسکرو د یونیفورم لپاره ورکول کیدې د راتلونکي کال لپاره ندي منلې.
امریکایي استازو ویلي پیسې مو بیځایه ځي او په.ورکړه یې پیښمانه یو.
. امریکايي استازي والتر جونز، رسنیو ته ویلي، چې استازو پر ځای پرېکړه وکړه او په دې توګه یې د مالیه ورکوونکو د هغو پیسو مخه ونیوه چې کلونه بې ځایه لګول شوې دي
د واشنګټن اګزمینر د راپور له مخې په دې توګه نو پنټاګون نه شي کولی د ۲۰۱۸ کال لپاره افغان ځواکونو ته یونفورم واخلي
د یادونې وړ ده چې امریکا له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۷ کال پورې د افغان ځواکونو لپاره پر ۱،۳ میلیونه یونفورم باندې ۹۴ میلیونه ډالر لګولي دي.
سیګارپه خپل راپور کې ویلي و، چې دغه یونفورم افغان ځواکونو ته هېڅ ارزښت نه لري ځکه یاد یونیفورم د ځنګلونو لپاره ځانګړی دی او افغانستان ډېره کمه برخه ځنګلونه لري.
معلومه نده چې افغان چارواکي به دراتلونکي لپاره له کوم عادي یونیفورم څخه کار واخلي او که به د بل کوم هیواد سره د ورته یونیفورم د واردلو هوکړه وکړي.
















