جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

په کندز کې څه تېرېږي؟

kabull نشرونکی: kabull
اگست 20, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

کابل ټکی کام ۲۹زمري ۱۳۹۴

لیکنه: احمد ادریس رحماني

کندز کې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې له یو تعداد دوستانو سره مې خبرې وکړې. فکر مې وکړ چې یو څو نکتې زما لپاره د ملاحظې وړ

وې، له نورو سره یې هم شریکې کړم ځکه چې په اخبار کې د خلکو اوازې ډېرې یوطرفه مطرح کېږي.

لمړی: د طالبانو د جنګیالیو تعداد په هغه ولسوالیو کې چې ددوی تر کنترول لاندې دي له ۵۰ څخه رانېولې تر سلو پورې په یوه ولسوالۍ کې جنګیالي لري. اکثر یې ډېر ځوانان دي چې عمرونه یې له ۱۵ کالو نېولې تر ۱۸ پورې دي. ددوی په منځ کې هغه طالبان چې له نورو ولایاتو څخه راغلي دي هم ددوی ترمنځ لیدل کېږي خو هېڅ یو خارجي ددوی په منځ کې نشته دی. او په ضمن کې د تجهیزاتو او امکاناتو له مشکلاتو سره هم مخامخ دي. مثلاً ثقیله اسلحې ته دومره لاس رسۍ نلري، او همدا دلیل دی چې دولت په اسانۍ سره کولای شي چې هغوی په شا وتمبوي. د خلکو برداشت له دوی څخه دا دی چې مالي امکانات ورسره سم نشته دي. د خلکو سره د خبرو په اساس چې ما ورسره خبرې کړي دي هغه اوازې رد کړې چې وایې هر طالب ته له ۵۰۰ ډالرو څخه نیولې تر ۸۰۰ ډالرو پورې معاش ورکوي، دا هېڅ حقیقت نلري.

دویم: د کندز خلک د غیر پښتون په شمول د طالبانو له حضور څخه ډېر راضي دي هغه دا چې د اربکي او محلي قمندانانو له چور چپاول څخه په چیغو شوي وو. طالبانو د دولت ددې ضعیفې نکتې څخه په لوړه پیمانه ګټه پورته کوي. ځکه چې اکثر خلک چې ددوی په منطقه کې تګ راتګ کوي د مشکوکو کسانو د تګ راتګ څخه یې خلک خبروي. د هغو خلکو په وینا چې له ماسره یې خبرې کړي دي چې په همدې سره طالبانو استخباراتي شبکه قوي ده، او یو اصلي دلیل چې طالبان په کم تعداد سره کولای شي له دولت څخه منطقې په اسانۍ سره نیسي همدا نکته ده. مثلاً لکه د قلعه زال ترکمن د طالبانو له وجود څخه ډېر زیات خوښ دي نسبت د دولت له ځواکونو څخه.

دریم: له مشکوکه کسانو سره خصوصاً چې څوک په دولت کې کار کوي ددوی چلند ډېر سخت دی. مګر یوه اندازه خلکو بیا ویل چې له ښکته دولتي چارواکو سره ددوی چلند بد ندی. او معمولاً د دوی د پېژندنې لپاره یو څو دقیقې لګېږي. په لاسونو کې له تلفون څخه په استفاده کولای شي دوه یا درې تلفونونه وکړي او سمدلاسه دا درک ځانته ولګوي چې نیول شوی کس څه کاره دی.

که چېرې دولت غواړي چې په شمالي ولایاتو کې په طالبانو باندې کامیابي ترلاسه کړي نو د عوامو له همکارۍ څخه ماسېوا دا کار ناشونی دی. مګر د اربکيانو او محلي قمندانانو په موجودیت کې چې له خلکو په زور سره له اندازې زیات باج اخلي او له خلکو سره غیراخلاقي چلند کوي، دا د طالبانو لپاره بهترینې نکتې دي چې کولای شي د ځان لپاره په لوړه اندازه سیاسي او منطقوي ګټه ترې پورته کړي.

مخکینې مطلب

۲۸ د اسد ویرنه که ویاړنه ؟

بل مطلب

طباطبایي: د محمد علي طاهري د اعدام حکم به لغوه شي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com