(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۰ فرید افغان)
د ژغورنې جبهې په بلخ کې د یوې لویي اجتماع په ترڅ کې په حکومتي جوړښتونو توندې نیوکې وکړې.
د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس جنرال عطامحمد نور د امنیتي چارواکو په مشرتابه کې د بدلونونو غوښتنه وکړه .
نوموړې همداراز وویل چې د هېواد ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم پرته له کوم قید او شرط کابل ته راستون شي او خپل اصلي مقام ترلاسه کړي.
د یادې اجتماع لپاره د څو اونیو راپدیخوا د تیاریو هڅې روانې وې چې نن ورځ د جنرال عطا باتور دوستم او رباني په مشری ،تر زرو ډیرو خلکو پکې ګډون وکړ.
د یادې اجتماع لپاره سخت امنیتي تدابیر د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
د ژغورنې جبهې ویلي چې له بلخ وروسته په کابل کې هم ورته پلان لري.
عطا نور ځينې کړۍ تورنې کړې، چې له کابل څخه لبنان ته په دوبۍ فلایت کې پیسې لیږدوي.
نوموړي وویل چې د ارګ کږې پښې به ډیر ژر ورسمې کړي.
دغه راز د حکومت د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال، محمد محقق څرګنده کړه، چې د حکومت زیاتره شریکان له حکومت څخه بیل شوې او حکومت اوس پر خلکو د واک چلولو لپاره مناسبې رایې نه لري.
په مزار شريف کې د دوستم او عطاء پلويانو د ښار هټۍ والو ته د هټيو د نه خلاصون خبرداری ورکړی ؤ و چې که چا نن ورځ چا هټۍ خلاصې کړې ۱۵۰۰۰ افغانۍ به جريمه کيږي.
د هېواد یو شمېر مهم سیاسي مشران چې ظاهراً د ملي یووالي حکومت له هڅو او فعالیتونو ناراضه دي، نږدې یوه میاشت مخکې د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا» په نوم د یوه نوې ائتلاف د جوړولو خبر ورکړ.
د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.


















