(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۰)
وسله والو طالبانو په وردګو او زابل ولايتونو کې د کابل- کندهار لويه لار تړلې او په دغه سيمو کې د لويې لارې پر سر په دولتي پوستو يې بريدونه پيل کړي دي.
د وردګو د والي وياندعبدالرحمن منګل رسنيو ته ويلي، وسله والو طالبانو نن سهار په تړيو، شاترو، او سلطان خيلو په جلاجلا سيمو کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه پيل کړل او دغه لار يې وتړله.
ويل کېږي، دغه درې سیمې په نږدې شل کیلومتره واټن کې سره پرتې دي مانا دا چې طالبانو په یو وخت په ډیرو سیمو کې بریدونه پيل کړي دي.
بل پلو وسله والو طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپانه کې منلې چې ياده لاره د دوی وسله والو تړلې او دغلته پر دولتي پوستو يې پراخ تعرضي بريدونه پيل کړي چې لا هم دوام لري.
تر اوسه په دغه نښتو کې دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي ورکول شوي.
خو طالبان وايي، چې په سيمه کې پرتې پوستې يې ترکلکې کلابندۍ لاندې نيولي دي.
ځينو سرچينو د مسافر وړونکو شرکتونو د مسئولينو له قوله ويلي، چې وسله والو طالبانو ورته تر دې مخکې د کابل- کندهار او کابل- هرات پر لويو لارو د خپل فعاليت د بندولو امر ورته کړی، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په ورته وخت کې له زابل ځايي سرچينو ويلي، چې دغلته هم د کابل- کندهار لويه لار تړل شوې او د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د سرچينې په وينا طالبانو د نورک او جلدک په سيمه کې پر دولتي پوستو بريدونه کړي، چې ورسره لويه لار هم تړل شوې ده.
د بي بي سي ځايي خبريال مامون دراني ويلي، چې د کندهار- هرات لويه لار هم تړل شوې خو تر اوسه په دې اړه چارواکو په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم ځينې لويې لارې د دولتي چارواکو او منسوبينو پر مخ تړلي دي او مسافرو ته يې د تګ راتګ لپاره ځينې فرعي لارې په واک کې ورکړي دي.
د ټولنيزو رسنيو يو شمير کارکوونکو ويلي، چې طالبانو تېره شپه د کابل کندهار لويې لاريې ترانسپورتي شرکتونو ته ويلي و چې نن ورځ دې د سفر کولو څخه ډډه وکړي.
-الماس خدرخېل-


















