تازه خبر: کندهار د ارغنداب ولسوالۍ له سختوبريدونو لاندې ده

کابل ټکی کام (پنج شنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل)
کندهار ولایت نه مو خبر ترلاسه کړ ، چې نن سهار مهال د ارغنداب ولسوالي په مرکز او امنیتي پوستو د وسلوالو له له لوري ډلیز بریدونه روانه دي، له سيمې نه عیني شاهدان وايي چې سهار وختي یې دیوې قوي او درنې چاودنې اواز اورېدلی ګمان کيږي چې موټر بم وه .
سيمه کې ځايي خلک وايي چې اوس مهال د ولسوالي د مرکز اړوند په یوه پوځي مرکز باندی جګړه روانه ده، او د جګړې له ځایه د سپکو او درنو وسلو د ډزو اوازونه اوریدل کیږي او جګړهپه شدت سره روانه ده .
باید وويل شي چې تردې دمه په دې اړه د طالبانو رسمي منابعو معلومات نه دي ورکړي .
بدرالدین ځواک



