جرمني افغانستان ته د نورو ۱۳۰پوځيانو د لېږلو پرېکړه وکړه

کابل ټکی کام ۲۸عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
جرمني افغانستان ته د وسلوالو طالبانو سره د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو په ملاتړ ۱۳۰ پوځيان استوي.
د هېواد په شمال کې د طالبانو پرمختګ، خارجي پوځيان دې ته هڅول شوي دي چې په دغه هېواد کې په خپلو ستراتېژيو کې بدلون راولي.
د جرمني دفاع وزیر اورسلافون ډیر لاین د کندز ښار د طالبانو لاسته د لوېدو په اړه وویل چې مونږ یې د شاتګ په پروګرام کې د بیا کتنې په فکر کې واچولو.



