د کندهار ارغنداب نومې ولسوالۍ باندې ډله ییز بریدونه پای ته ورسېدل

کابل ټکی کام ۲۸عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د کندهار ارغنداب نومې ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دي چې پر یاده ولسوالۍ سهار پیل شوي سرتيري بریدونه پای ته ورسېدل.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قومندان ښاغلی نیاز محمد مجاهد وايي چې یاد برید پر امنیه قومندانۍ، ولسوالۍ او د افغان ځواکونو پر مراکزو ترسره شوی دی.
نیاز محمد د بریدګرو په اړه وویل چې لمړی یو مازدا ډوله موټر چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو، چاودنه وکړه، او وروسته ۴تنه نور سرتيري په فلډر ډوله موټر کې سیمې ته را ورسېدل، چې د افغان ځواکونو جامه یې په تن وه، او د چاودېدونکو واسکټونو تر څنګ په وسلو سمبال ول.
د نیاز محمد له قوله چې برید یو ساعت دوام وکړ او په پایله کې یې یو تن د ملي اردو سرتیری وژل شوی او ۳تنه نور د ملي اردو سرتېري او ۳تنه ملکي وګړي ټپیان دي، او ۵تنه بریدګر وژل شوي دي.
یو افغان سرتېري رسنیو ته ویلي دي چې یادو بریدګرو د یونیفورم څخه لاندې سپینه جامه اغوستې وه، او پرې «فدايي جانان»لیکل شوی وو.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د رسنیو له لارې د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د افغان ځواکونو دقرارګاه دفاعي برج او ورڅیرمه مېلمستون په ټولیزه توګه له منځه تللي دي، او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
مجاهد د ۴تنو بریدګرو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button