سوريه: د روسيې او فرانسې په بمبار کې د داعش ۳۳ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۸عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
سوريه کې په تېرو ۳ ورځو کې د فرانسې او روسيې په درندې بمبارۍ کې د داعش ډلې ۳۳ تنه وژل شوي دي.
قدرت الله حسین
سوريه کې په تېرو ۳ ورځو کې د فرانسې او روسيې په درندې بمبارۍ کې د داعش ډلې ۳۳ تنه وژل شوي دي.
په سوریه کې د بشر حقوقو د څار اداره وايي، يادو هېوادونو دغه بمبارۍ په «الرقة» ښار او شاوخوا سيمو کې کړې دي.
د يادې ادارې مدير رامي عبد الرحمن وايي، چې د نومبر په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه د فرانسې او روسيې په بريدونو کې د داعش ۳۳ غړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
سرچينې ويلي دي، له «الرقة» ښار او شاوخوا سيمو د داعش جنګیالو ډېری کورنۍ د عراق موصل ته روانې شوې دي، ځکه هغه ځای په امن کې دی.
ياده دې وي، چې اوسمهال په سوريه کې د دولت په شمول فرانسه او روسيا درندې بمبارۍ کوي، چې نږدې هره ورځ لسګونه ولسي وګړي په کې له منځه ځي او لسګونه نور ټپيان کېږي.



