جمهوري ریاست دریو وزارتونو ته نوماند وزیران معرفي کړي دي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۱۶ فرید افغان)
ارګ هغو وزارتونو ته چې سرپرستانو اداره کول نوي وزیران ورپیژندلي دي.
د ارګ خبرپاڼې لیکلي چې جمهور رئیس اشرف غني د اقتصاد، مخابراتو او فواید عامې وزارتونو لپاره نوماندان معرفي کړي دي.
ارګ ویلي چې د اقتصاد وزارت لپاره یې مصطفي مستور ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره شهزاد اریوبي او د فواید عامې وزارت لپاره یې یما یاري د وزیرانو په توګه ټاکل شوي دي.
یاد وزیران به د ولسي جرګې له تائید وروسته رسما په کار پیل کوي.
باید وویل شي چې د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر عبدالستارمراد چې د جمعیت له ګوند څخه ؤ له دې امله له دندې ګوښه شوی چې له اشرف غني پسې یې بدې ردې ویلې وې او هغه یې نا اهله بللی ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ وړاندې دسرحدونو وزارت لپاره ګل اغاشیرزی اودترانسپورټ اوهوايي چلن لپاره محمد حمیدطهماسي دسرپرست وزیرانوپه توګه ټاکل شوي ؤ.
اشرف غني ویلي چې د چارو واک لا هم ورسره دی او کولی شي څوک له دندو ګوښه او څوک وټاکي.
اشرف غني داسې مهال دا خبرې کړې دي چې څو ورځې وړاندې راپورونه خپاره شول چې نوموړی غواړي ادیب فهیم د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر معرفي کړي خو فهیم یې په غبرګون کې وویل چې دی به هیڅکله د رباني د ځوی په ځای دنده اجرا نکړي ځکه چې په وینا یې غني غواړي د شمال ایتلاف په منځ کې نفاق رامنځته کړي.
سرچینې وایي چې ډیر ژر به د ځینو ولایتونو لپاره هم نوي والیان معرفي، او ځینې نور به تبدیل شي
.



