د نړۍ پای (۵۲مه برخه) – د بيت الله حج به معطل کړی شي –

۱۲۳ د بيت الله حج به معطل کړی شي

په آخره زمانه کې به جهالت ډيرې فتنې ظاهرې کړي او د ديني کارونو د درولو کوشش به کيږي، په دې وخت کې به په کعبه شريفه يوه داسې زمانه هم راشي چې حج او عمره به معطل کړی شي.

حضرت ابو سعيد خدري  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى لَا يُحَجَّ الْبَيْتُ  ([1]).

ژباړه : قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې د بيت الله حج موقوف نشي.

دا نښانه به ډيره وروسته ښکاره شي، ځکه چې له نصوصو معلوميږي چې د ياجوج او ماجوج له ظهور وروسته به هم حج جاري وي.

حضرت ابو سعيد خدري  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لَيُحَجَّنَّ الْبَيْتُ وَلَيُعْتَمَرَنَّ بَعْدَ خُرُوجِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ ([2]).

ژباړه : د دغه کور (بيت الله) حج او عمره به د ياجوج او ماجوج له ظهور وروسته هم کيږي.

قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې د بيت الله حج موقوف نشي، د دې يو مطلب دا هم کيدلای شي چې د جنګونو او فسادونو له امله به تر يوه وخته پورې حج او عمره موقوف کړل شي او بيا به دوباره شروع کړل شي، يا د دې معنا دا ده چې يو شمير قومونه به په زور (زبردستي) سره خلک د حج له کولو منعه کوي، والله اعلم.

­۱۲۴ ځينې قبايل عرب به دوباره د بتانو عبادت شروع کړي

په جزيرة العرب کې د شرک او بت پرستي دوره وه، مګر الله تعالی خپل نبي   صلی الله علیه وسلم  ته توفيق ورکړ او په خپلو لښکرو يې د هغه مرسته وکړه تر دې چې هغوی د ټولو بتانو خاتمه وکړه او د الله تعالی د توحيد بيرغ يې پورته کړ، ليکن له قيامت سره په نږدې زمانه کې به د خلکو له دين څخه د ليرې والي له امله به يوه ډله بيا (دوباره) د بتانو عبادت شروع کړي او دا د قيامت له نښانو څخه دی.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَضْطَرِبَ أَلَيَاتُ نِسَاءِ دَوْسٍ عَلَى ذِي الْخَلَصَةِ ([3]).

ژباړه :

قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې د دوس قبيلې ښځې له (ذوالخصله) څخه چار چاپير حرکت ونه کړي.

(ذوالخصله) د يوه بت نوم دی، د کوم عبادت چې د دوس قبيلې خلکو د جهالت په دوره کې کاوه.

مطلب دا چې هغه ښځې به د سرينين (ذوالخصله) شاو خوا د طواف کولو له امله به په حرکت کې تر سترګو کيږي، يعنې د دغې قبيلې خلک به مرتد شي او د بتانو عبادت او تعظيم به شروع کړي.

د دوس قبيلې ځای د جزيره نمائي عرب په جنوب غرب کې واقع دی.

۱۲۵ د قريش قبيلې په مکمل ډول ختميدل

په عربو کې د قريشو قبيله يوه مشهوره قبيله ده، د دغې قبيلې خلک د فهر بن مالک بن نضر بن کنانه اولاده ده، قريش يو لقب دی په کوم سره چې د هغوی اولاد مشهور دی، د قريش لفظ له تقارش څخه ماخوذ دی کوم چې په معنا د تجارت سره دی، دا خلک تجارت کوونکي دي، ځکه د قريش په لقب مشهور دي.

د قريشو ډير شاخونه دي، په دې کې بنو حارص بن فهر، بنو خذيمه، بنو عائد، بنو لؤی بن غالب، بن عامر بن لؤی، بنو عدي بن کعب بن لؤی، بنو مخزوم، بنو تميم بن مروه، بنو زهره بن کلاب، بنو اسد بن عبد العزی، بنو عبد الدار، بنو نوفل، بنو عبد المطلب، بنو اميه او بنو هاشم وغيره شامل دي.

د اسلام له راتګ وروسته د قريش قبيلې خلک په ډيرو شاخونو وويشل شول، لکه : بکري، عمري، عثماني، علوي او وغيره.

د دوی اصلي مسکن جزيره نمائي عرب ده، ليکن وروسته دا خلک ډير خپاره شول او د زمکې په مختلفو برخو کې اباد شول.

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی چې قريش به په تدريج سره کم شي، تر دې چې د هغوی شمير به د نيست برابر شي، يا دا چې بيخې به ختم شي.

أسرع قبائل العرب فناء قريش ويوشك ان تمر المرأة بالنعل فتقول ان هذا نعل قرشي ([4]).

ژباړه : په عربو کې تر ټولو زر ختميدونکې قبيله قريش ده، نږدې ده چې يوه ښځه به له يوه پيزار سره تيريږي او وايي به چې دا د يوه قريش پيزار دی.

د دغه امر تاکيد د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  له دغه فرمان څخه هم کيږي په کوم کې چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  ام المؤمنين حضرت عائشة رضی الله عنها ته ويلي:

يا عائشة ! قومک اسرع امتي بي لحاقا .

ژباړه :

 اې عائشة ! د ستا قوم (قريش) له ما سره تر ټولو اول ملاقات کوونکی دی، دا حديث مخکې تير شو ([5]).

۱۲۶ د حبشې د يوه کس په لاس د کعبې بربادي

د قيامت له نښانو څخه د مسلمانانو د قبلې کعبې شريفې بربادي هم ده، دا به په آخره زمانه کې يو تور حبشي ورانه کړي د کوم نام به چې (ذوالسويقتين) د دوو وړو پنډيو والا وي، د دغه نام به د هغه د پنډيو د وړوکي والي او باريک والي له امله وي، هغه به د کعبې شريفې يوه يوه ډبره وغورځوي، د هغې غلاف به را وشکوي او زيورات به يې غلا کړي.

حضرت عمرو بن العاش  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

اتركوا الحبشة ما تركوكم فإنه لا يستخرج كنز الكعبة إلا ذو السويقتين من الحبشة ([6]).

ژباړه : حبشي چې تر څو له تاسو سره جنګ نه کوي تاسو هم هغه ته څه مه واياست، ځکه چې د کعبې خزانه له (ذوالسويقتين) پرته بل څوک نشي را ويستلای.

په يوه بل حديث کې دي: چې کعبه به يو حبشي (ذوالسويقتين) برباده کړي ([7]).

حضرت عبد الله بن عباس  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

 كَأَنِّي بِهِ أَسْوَدَ أَفْحَجَ يَقْلَعُهَا حَجَرًا حَجَرًا ([8]).

ژباړه : ګويا که چې زه وينم چې يو تور، د خپرو ګوتو والا سړی به د کعبې يوه يوه ډبره را وغورځوي.

حضرت عبد الله بن عمرو  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

يخرب الكعبة ذو السويقتين من الحبشة ويسلبها حليتها ويجردها من كسوتها ولكأني أنظر إليه أصيلع أفيدع يضرب عليها بمسحاته ومعوله ([9]).

ژباړه : کعبه به يو د وړو پنډيو والا  يو حبشي بر با ده کړي، هغه به د هغې زيورات غلا کړي او هغه به له غلاف څخه محرومه کړي، زه ګويا که چې هغه وينم چې هغه ګنجی به کعبه د خپل قولنګ (بيلچې) په ذريعه خرابه کړي.

(اصيلع) دا د اصلع تصغير دی، يعنې د هغه په سر به ويښتان نه وي، (بمساحته) يعنې په خپل قولنګ، يا دا د اوسپنې يوه آله ده کومه چې په زراعتي کارونو کې استعماليږي، (المعول) دا هم يوه آله ده په کومې سره چې په ډبرو کې کودائي کيږي.

يو اشکال

دلته د خلکو په ذهنو کې يوه پوښتنه پيدا کيږي هغه دا چې هغه حبشي به کعبه څرنګه ورانه کړي کله چې الله تعالی مکه د امن والا حرم ګرځولې؟ ارشاد باري تعالی دی:

 اَوَ لَمۡ  یَرَوۡا  اَنَّا جَعَلۡنَا حَرَمًا  اٰمِنًا  ([10]).

ژباړه :   آيا نه وينې (نه پوهيږې) چې بيشکه مونږ ګرځولی مو دی (دا ښار د دوی مکه) حرم (امن ورکوونکی له آفتونو نه) (حال دا چې چور کيږي، تښتول کيږي)

بل قول د الله تعالی دی:

 اَوَ لَمۡ نُمَکِّنۡ لَّہُمۡ حَرَمًا  ([11]).

ژباړه :

            آيا نه دی ورکړی (ځای) مونږ دوی ته داسې حرم چې په امان دی (له قتل او غارت نه).

همدا شان ارشاد باري تعالی دی:

 وَ مَنۡ یُّرِدۡ  فِیۡہِ  بِاِلۡحَادٍۭ بِظُلۡمٍ  نُّذِقۡہُ  مِنۡ  عَذَابٍ  اَلِیۡمٍ ﴿٪۲۵﴾ ([12]).

ژباړه :

            او هر چا چې اراده وکړه (په دغه مسجد الحرام کې) د بې لارۍ (د حق نه په مخ ګرځولو سره) په ظلم سره نو وبه څکو مونږ په هغه (کږيدونکی) له عذاب دردناک څخه.

پوښتنه : الله تعالی د خپل کور ساتنه د فيل له خاوندانو  څخه په هغه وخت کې وکړه په کوم کې چې د مکې اوسيدونکي کافر او مشرک وو، نو په دې وخت کې به په کعبه باندې څنګه يو داسې کس مسلط شي کله چې هغه د مسلمانانو قبله وي؟

ځواب : لومړی خبره دا ده چې بيت الله به له قيامت سره په نږدې زمانه کې د امن او محروميت له حيثيت څخه محفوظه شي، په آياتونو کې د قيامت تر برپا کيدا پورې د امن د باقي پاته کيدو ذکر نشته، په آيت کې يواځې دا وئيل شوي چې کله دا آياتونه نازل شي نو په دغه وخت کې به حرم ډير د امن او حفاظت ځای وي، دا نه دي وئيل شوي چې دا امن او امان به تر قيامته پورې باقي وي.

دويمه خبر په دې سلسله کې دا ده چې په خپله نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  په خپل يوه ارشاد کې دې لور ته اشاره کړې چې يو وخت به راشي په کوم کې به چې د دغه کور حرمت همدلته اوسيدونکي پايمال کړي.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

يبايع لرجل ما بين الركن والمقام ولن يستحل البيت الا أهله فإذا استحلوه فلا يسأل عن هلكة العرب ثم تأتي الحبشة فيخربونه خرابا لا يعمر بعده أبدا وهم الذين يستخرجون كنزه ([13]).

ژباړه : له يوه کس ([14]) سره به د حجر اسود او مقام ابراهيم تر مينځ بيعت کيږي، د دغه کور حرمت به د همدغه ځای اوسيدونکي پايمال کړي او کله چې داسې وشي نو بيا د عربو د هلاکت او بربادي په هکله پوښتنه مه کوی، بيا به له حبشې څخه يو لښکر راشي کوم به چې کعبه تباه او برباده کړي، له دې تباهي وروسته به د الله تعالی کور کله هم اباد نشي، دغه خلک به د هغې خزانې هم را وباسي.

د اصحاب فيل په زمانه کې د مکې اوسيدونکي کافر وو مګر د کعبې تعظيم يې کاوه او د هغې حرمت يې نه پايماله وو، له همدې امله الله تعالی کعبه له ابرهه او د هغه له لښکر څخه وساتله.

تر څو پورې چې د حبشي (ذوالسويقتين) معامله ده نو هغه به د کعبې په ورانولو کې هغه وخت کامياب شي کله چې هلته ځايي خلک د هغې د حرمت پايمالولو کوشش شروع کړي او د هغې حرمت له هغوی سره نه وي.

[1]  – صحيح البخاري، الحج، حديث : ۱۵۹۳.

[2]  – صحيح البخاري، الحج، حديث : ۱۵۹۳.

[3]  – صحيح البخاري، الفتن، حديث : ۷۱۱۶، وصحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۰۶.

[4]  – مسند احمد :۲/ ۳۳۶، مسند ابي يعلی :۱۱/ ۶۸، ومجمع الزوائد :۷/ ۶۴۰، ورجال احمد وابي يعلی رجال الصحيح، وصححه احمد شاکر والالباني.

[5]  – وګورئ په علامات صغری کې علامه نمبر: ۸۲.

[6]  – سنن ابي داؤد، الملاحم، حديث : ۴۳۰۹، وسلسلة الاحاديث الصحيحة :۲/ ۴۱۵، حديث : ۷۷۲.

[7]  – صحيح البخاري، الحج، حديث : ۱۵۹۱.

[8]  – صحيح البخاري، الحج، حديث : ۱۵۹۵.

[9]  – مسند احمد ۲/ ۲۲۰، وقال ابن کثير: وهذا اسناد جيد صحيح.

[10]  – العنکبوت، آية: ۶۷.

[11]  – القصص، آية : ۵۷.

[12]  – الحج، آية : ۲۵.

[13]  – مسند احمد :۲/ ۲۹۱، بسند صحيح.

[14]  – له دې شخص څخه مراد امام مهدي دی، د دې تفصيل د علامت صغری په علامه نمبر: ۱۳۱ کې را روان دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button