اريک پرنس د افغانستان لپاره د بهرني پوځي ځواک جوړولو وړانديز کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۷)
د فايننشل ټايمز برتانوۍ ورځپاڼې ليکلي، چې د شخصي امنيتي شرکت بلک واټر مشر د افغانتسان لپاره د بهرني پوځي ځواک جوړولو وړانديز کړی دی.
د سرچينې په وينا، په دغه وړانديز کې نوموړي د افغانستان د جګړې لپاره دوه کلن پلان ترتيب کړی چې له مخې به يې په دغه هېواد کې پنځه زره پوځيان ميشت او له نږدې سل جنګي الوتکو څخه به د وسله والو په ځپلو کې استفاده کوي.
نوموړي ويلي، که د ده وړانديز ومنل شي نو د افغانستان په جګړه کې د امريکا کلنی لګښت به له لس زره ډالرو څخه راکم کړي او په خبره يې چې تيار دی د امريکا حکومت سره دغه قرارداد وکړي.
ورځپاڼې ليکلي چې د دغه اسنادو يوه برخه دوی ته هم رسېدلي او زياته کړې يې ده چې ايريک پرنس ورته ويلي، امريکا د افغانستان په جګړه کې ډیرې پيسې مصرفوي چې يوه اندازه يې غلاکېږي او څه برخه يې د طالبانو لاس ته هم رسېږي.
په ورځپاڼه کې راغلي، چې پرنس څوځله د دغه قرارداد په تړاو له امريکايي چارواکو سره خبرې کړي دي.
څو ورځې مخکې مېلېټري ټايمز امريکايۍ ورځپاڼې ليکلي و، چې نوموړي شرکت افغان حکومت ته هم وړانديز کړی، چې په افغانستان کې هوايي بريدونه او د استخباراتو چارې ور وسپاري.
ورځپاڼې ليکلي و چې دغه وړانديز يې يو لوړ پوړي افغان چارواکي ته سپارلی خو معلومه نه ده چې دغه چارواکی څوک او د وړانديز ځواب به څه ډول ورکړي.
بليک واټر پخوا هم په افغانستان او عراق کې د څه باندې دوه ميليارده ډالره قراردونه ترلاسه کړي، چې له مخې يې ستر جنګي جنایتونه ترسره کړي او دغه کمپنۍ د عامو خلکو په شکنجه کولو او وژنو تورنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ اداره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو غور کوي او غواړي چې دغه هېواد ته د شخصي کمپنيو قرارداديان راولېږي.
-الماس خدرخېل-



