(دا درې ديکتاتوران ووژنۍ او دا موټر وګټۍ)

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۷)

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جرمني د ولسمشرۍ ماڼۍ ته په مخامخ ديوال په ځړيدلي اعلان او په جرمني حکومت سختې نيوکې کړي دي.

پر دغه ديوال په ځړيدلي اعلان کې د روسيې، سعودي عربستان او د ترکیې د ولسمشرانو انځورونه کښل شوي او ورسره څنګ ته ليکل شوي چې (دا درې ديکتاتوران ووژنۍ او دا موټر وګټۍ).

اردوغان ويلي، د جرمني د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې د نړۍ د هېوادونو ولسمشرانو په مرګ ګواښل کېږي او د دغه هېواد امنيتي مسئولين ورته هيڅ نه وايي، آيا د دې کار تر شا څوک دي؟ د جرمني پوليس.

نوموړي د ترکيې په ريزي ولايت کې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې په جرمني کې ميشتو تر ۳ میليونو زياتو ترکانو سره بد چلند کېږي او په سپک نظر ورته کتل کېږي.

نوموړي دغه راز پر جرمني نيوکه وکړه، چې د پي کاکا وسله والې ډلې ملاتړ کوي او په خبره يې چې د دغه هېواد لومړۍ وزيرې انګيلامرکل ته يې په جرمني کې ميشتو د ۴۵۰۰ کسانو د پي کاکا د غړيو دوسيې ورکړي، خو هغوی يې په اړه هيڅ اقدام نه دی کړی.

هغه وايي، چې جرمني دوی ته د تورنو کسانو له سپارلو ډډه کوي خو د ترکيې نه د ځينو ترهګرو د ورکولو غوښته کوي، او زياته يې کړه که جرمني قضايي محکمې لري، نو ترکيه کې هم دغه قوه شته، څه ډول چې د قضايي ارګانونو پريکړه وي هماغه ډول چلند به کېږي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button